quranm◉

Surah الحشر transliteration

◉ سورت · ∞

59:1

سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۖ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ ﴿1﴾

Transliteration: Sabbaha lillahi ma fee alssamawati wama fee alardi wahuwa alAAazeezu alhakeemu

Translation: څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، (ټول) د الله تسبيح وايي او همغه (الله) برلاسى حكمت والا دى.

59:2

هُوَ ٱلَّذِيٓ أَخۡرَجَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۡ أَهۡلِ ٱلۡكِتَٰبِ مِن دِيَٰرِهِمۡ لِأَوَّلِ ٱلۡحَشۡرِۚ مَا ظَنَنتُمۡ أَن يَخۡرُجُواْۖ وَظَنُّوٓاْ أَنَّهُم مَّانِعَتُهُمۡ حُصُونُهُم مِّنَ ٱللَّهِ فَأَتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِنۡ حَيۡثُ لَمۡ يَحۡتَسِبُواْۖ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ ٱلرُّعۡبَۚ يُخۡرِبُونَ بُيُوتَهُم بِأَيۡدِيهِمۡ وَأَيۡدِي ٱلۡمُؤۡمِنِينَ فَٱعۡتَبِرُواْ يَـٰٓأُوْلِي ٱلۡأَبۡصَٰرِ ﴿2﴾

Transliteration: Huwa allathee akhraja allatheena kafaroo min ahli alkitabi min diyarihim liawwali alhashri ma thanantum an yakhrujoo wathannoo annahum maniAAatuhum husoonuhum mina Allahi faatahumu Allahu min haythu lam yahtasiboo waqathafa fee quloobihimu alrruAAba yukhriboona buyootahum biaydeehim waaydee almumineena faiAAtabiroo ya olee alabsari

Translation: خاص هغه داسې ذات دی د اهل كتابو (يهودو) كافران يې له خپلو كورونو د لومړنۍ راټولېدنې (جلا وطني) پر وخت بهر واېستل، تاسو (هم) ګومان نه كولو چې هغوى به ووځي او هغوى (خو) ګومان درلود چې پخې كلا ګانې به يې د الله (له عذاب) څخه وساتي، خو بيا د الله عذاب له يو داسې لورې ورباندې راغی چې هغوى يې اټكل نه و كړى او په زړونو كې يې (سخت) ډار ور واچولو. خپل كورونه يې په خپلو لاسونو او د مومنانو په لاسونو ورانول، نو عبرت واخلئ اې د پوهې خاوندانو.

59:3

وَلَوۡلَآ أَن كَتَبَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِمُ ٱلۡجَلَآءَ لَعَذَّبَهُمۡ فِي ٱلدُّنۡيَاۖ وَلَهُمۡ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ عَذَابُ ٱلنَّارِ ﴿3﴾

Transliteration: Walawla an kataba Allahu AAalayhimu aljalaa laAAaththabahum fee alddunya walahum fee alakhirati AAathabu alnnari

Translation: او كه الله پر هغوى جلا وطني ليكلې نه واى نو هرومرو به يې په دنيا كې (څه بل) عذاب وركړى و او په آخرت كې خو د هغو لپاره د اور عذاب دى.

59:4

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ شَآقُّواْ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥۖ وَمَن يُشَآقِّ ٱللَّهَ فَإِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ ﴿4﴾

Transliteration: Thalika biannahum shaqqoo Allaha warasoolahu waman yushaqqi Allaha fainna Allaha shadeedu alAAiqabi

Translation: دا ځكه چې هغوى د الله او د هغه د رسول دښمني كړې او هر څوك چې له الله سره دښمني كوي نو الله په رېښتيا سخت عذاب وركوونكى دى.

59:5

مَا قَطَعۡتُم مِّن لِّينَةٍ أَوۡ تَرَكۡتُمُوهَا قَآئِمَةً عَلَىٰٓ أُصُولِهَا فَبِإِذۡنِ ٱللَّهِ وَلِيُخۡزِيَ ٱلۡفَٰسِقِينَ ﴿5﴾

Transliteration: Ma qataAAtum min leenatin aw taraktumooha qaimatan AAala osooliha fabiithni Allahi waliyukhziya alfasiqeena

Translation: تاسي چې د خرما كومې ونې ووهلې يا مو څه پر خپلو بېخونو ولاړې پرېښودې، نو دا (ټول) د الله په حكم سره و او د دې لپاره هم چې فاسقان رسوا كړي.

59:6

وَمَآ أَفَآءَ ٱللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ مِنۡهُمۡ فَمَآ أَوۡجَفۡتُمۡ عَلَيۡهِ مِنۡ خَيۡلٖ وَلَا رِكَابٖ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُۥ عَلَىٰ مَن يَشَآءُۚ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ ﴿6﴾

Transliteration: Wama afaa Allahu AAala rasoolihi minhum fama awjaftum AAalayhi min khaylin wala rikabin walakinna Allaha yusallitu rusulahu AAala man yashao waAllahu AAala kulli shayin qadeerun

Translation: او هغه مالونه چې راګرځولي دي الله تعالی په رسول خپل باندې د دوی نه، نو تاسي خو پر هغه نه اسونه ځغلولي او نه اوښان، خو الله چې پر هر چا وغواړي خپل رسولان برلاسي كوي او الله په هر څه ځواکمن دى.

59:7

مَّآ أَفَآءَ ٱللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ مِنۡ أَهۡلِ ٱلۡقُرَىٰ فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي ٱلۡقُرۡبَىٰ وَٱلۡيَتَٰمَىٰ وَٱلۡمَسَٰكِينِ وَٱبۡنِ ٱلسَّبِيلِ كَيۡ لَا يَكُونَ دُولَةَۢ بَيۡنَ ٱلۡأَغۡنِيَآءِ مِنكُمۡۚ وَمَآ ءَاتَىٰكُمُ ٱلرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَىٰكُمۡ عَنۡهُ فَٱنتَهُواْۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۖ إِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ ﴿7﴾

Transliteration: Ma afaa Allahu AAala rasoolihi min ahli alqura falillahi walilrrasooli walithee alqurba waalyatama waalmasakeeni waibni alssabeeli kay la yakoona doolatan bayna alaghniyai minkum wama atakumu alrrasoolu fakhuthoohu wama nahakum AAanhu faintahoo waittaqoo Allaha inna Allaha shadeedu alAAiqabi

Translation: د كليو د خلكو هغه مالونه چې (بې جګړې) الله په خپل رسول راګرځولي نو د الله، رسول، (د رسول الله) خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو او مسافرو لپاره دي. تر څو هغه (يوازې) ستاسي د شتمنو ترمنځ لاس په لاس ګرځېدونكي نه وي. او څه چې رسول (الله) دركړي، هغه واخلئ او له څه مو چې ايساروي، ترې ايسار شئ او له الله څخه وډار شئ په رېښتيا الله سخت عذاب وركولو والا دى.

59:8

لِلۡفُقَرَآءِ ٱلۡمُهَٰجِرِينَ ٱلَّذِينَ أُخۡرِجُواْ مِن دِيَٰرِهِمۡ وَأَمۡوَٰلِهِمۡ يَبۡتَغُونَ فَضۡلٗا مِّنَ ٱللَّهِ وَرِضۡوَٰنٗا وَيَنصُرُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓۚ أُوْلَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلصَّـٰدِقُونَ ﴿8﴾

Transliteration: Lilfuqarai almuhajireena allatheena okhrijoo min diyarihim waamwalihim yabtaghoona fadlan mina Allahi waridwanan wayansuroona Allaha warasoolahu olaika humu alssadiqoona

Translation: (دغه مالونه) د مهاجرو د هغو بې وزلو لپاره دي چې له خپلو كورونو او مالونو بهر اېستل شوي، د الله فضل او خوښي لټوي او د الله او د هغه د رسول مرسته كوي، همدا رېښتيني خلك دي.

59:9

وَٱلَّذِينَ تَبَوَّءُو ٱلدَّارَ وَٱلۡإِيمَٰنَ مِن قَبۡلِهِمۡ يُحِبُّونَ مَنۡ هَاجَرَ إِلَيۡهِمۡ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمۡ حَاجَةٗ مِّمَّآ أُوتُواْ وَيُؤۡثِرُونَ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمۡ وَلَوۡ كَانَ بِهِمۡ خَصَاصَةٞۚ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفۡسِهِۦ فَأُوْلَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُفۡلِحُونَ ﴿9﴾

Transliteration: Waallatheena tabawwaoo alddara waaleemana min qablihim yuhibboona man hajara ilayhim wala yajidoona fee sudoorihim hajatan mimma ootoo wayuthiroona AAala anfusihim walaw kana bihim khasasatun waman yooqa shuhha nafsihi faolaika humu almuflihoona

Translation: او د هغو كسانو لپاره دي چې د هغوى له (راتلو) څخه مخكې يې په دې كور (مدينه) ځاى نيولى او ایمان یې حاصل کړی دی، چا چې هغوى ته هجرت كړى له هغوی سره مينه کوي او خپلو زړونو كې هغه څه ته كوم رغبت نه مومي چې مهاجرينو ته وركړل شوي وي او هغوى پر خپلو ځانونو غوره بولي كه څه هم په هغوى تنګسه (لوږه) وي او هر څوك چې د خپل ځان له بخيلۍ وژغورل شو؛ نو همغه بريالي خلك دي.

59:10

وَٱلَّذِينَ جَآءُو مِنۢ بَعۡدِهِمۡ يَقُولُونَ رَبَّنَا ٱغۡفِرۡ لَنَا وَلِإِخۡوَٰنِنَا ٱلَّذِينَ سَبَقُونَا بِٱلۡإِيمَٰنِ وَلَا تَجۡعَلۡ فِي قُلُوبِنَا غِلّٗا لِّلَّذِينَ ءَامَنُواْ رَبَّنَآ إِنَّكَ رَءُوفٞ رَّحِيمٌ ﴿10﴾

Transliteration: Waallatheena jaoo min baAAdihim yaqooloona rabbana ighfir lana waliikhwanina allatheena sabaqoona bialeemani wala tajAAal fee quloobina ghillan lillatheena amanoo rabbana innaka raoofun raheemun

Translation: او کوم كسان چې تر هغوى وروسته راځي وايي زموږ ربه! موږ ته بخښنه وكړې او زموږ هغو وروڼو ته چې په ايمان راوړلو كې راڅخه مخکې شوي او ايمان والاوو سره كينه كول مو په زړونو كې مه اچوه، زموږ پالونکيه همدا ته ډېر نرمي كوونكى مهربان يې.

59:11

أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ نَافَقُواْ يَقُولُونَ لِإِخۡوَٰنِهِمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۡ أَهۡلِ ٱلۡكِتَٰبِ لَئِنۡ أُخۡرِجۡتُمۡ لَنَخۡرُجَنَّ مَعَكُمۡ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمۡ أَحَدًا أَبَدٗا وَإِن قُوتِلۡتُمۡ لَنَنصُرَنَّكُمۡ وَٱللَّهُ يَشۡهَدُ إِنَّهُمۡ لَكَٰذِبُونَ ﴿11﴾

Transliteration: Alam tara ila allatheena nafaqoo yaqooloona liikhwanihimu allatheena kafaroo min ahli alkitabi lain okhrijtum lanakhrujanna maAAakum wala nuteeAAu feekum ahadan abadan wain qootiltum lanansurannakum waAllahu yashhadu innahum lakathiboona

Translation: ايا ته نه ګورې هغو كسانو ته چې منافقت یې کړی دی، په اهل كتابو كې خپلو كافرو وروڼو ته وايي: كه تاسي بهر واېستل شوئ موږ به هم هرومرو درسره وځو او ستاسو (تاوان) په هكله به د هيچا خبره هيڅكله نه منو او كه جګړه درسره وشوه، هرومرو به ستاسو مرسته كوو. او الله شاهدي وايي چې هغوى درواغجن دي.

59:12

لَئِنۡ أُخۡرِجُواْ لَا يَخۡرُجُونَ مَعَهُمۡ وَلَئِن قُوتِلُواْ لَا يَنصُرُونَهُمۡ وَلَئِن نَّصَرُوهُمۡ لَيُوَلُّنَّ ٱلۡأَدۡبَٰرَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ ﴿12﴾

Transliteration: Lain okhrijoo la yakhrujoona maAAahum walain qootiloo la yansuroonahum walain nasaroohum layuwallunna aladbara thumma la yunsaroona

Translation: كه چېرته وویستلی شي هغوى نو دوی نه وځي د هغوی سره او كه چېرته جګړه ورسره وشي مرسته به يې ونه كړي او كه چېرته دوی ورسره مرسته وکړي خامخا به وروګرځوي شاګانې، بيا به د دوی سره مرسته و نه شي.

59:13

لَأَنتُمۡ أَشَدُّ رَهۡبَةٗ فِي صُدُورِهِم مِّنَ ٱللَّهِۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ قَوۡمٞ لَّا يَفۡقَهُونَ ﴿13﴾

Transliteration: Laantum ashaddu rahbatan fee sudoorihim mina Allahi thalika biannahum qawmun la yafqahoona

Translation: خامخا تاسو سخت ډار اچونکي یاست د هغوی په سینو کې د الله تعالی نه، دا ځكه چې هغوى نا پوه خلك دي.

59:14

لَا يُقَٰتِلُونَكُمۡ جَمِيعًا إِلَّا فِي قُرٗى مُّحَصَّنَةٍ أَوۡ مِن وَرَآءِ جُدُرِۭۚ بَأۡسُهُم بَيۡنَهُمۡ شَدِيدٞۚ تَحۡسَبُهُمۡ جَمِيعٗا وَقُلُوبُهُمۡ شَتَّىٰۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ قَوۡمٞ لَّا يَعۡقِلُونَ ﴿14﴾

Transliteration: La yuqatiloonakum jameeAAan illa fee quran muhassanatin aw min warai judurin basuhum baynahum shadeedun tahsabuhum jameeAAan waquloobuhum shatta thalika biannahum qawmun la yaAAqiloona

Translation: جنګ نه شي کولای هغوى تاسو سره په یو ځای مګر په كلا بندو كليو كې يا د دېوالونو تر شا، د هغوى خپل منځي جګړه ډېره سخته ده. ته يې (كه څه هم) سره ګډ (متحد) بولې خو د هغوى زړونه بېل بېل دي. دا ځكه چې هغوى داسې یو قوم دی چې عقل نه لري.

59:15

كَمَثَلِ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡ قَرِيبٗاۖ ذَاقُواْ وَبَالَ أَمۡرِهِمۡ وَلَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ ﴿15﴾

Transliteration: Kamathali allatheena min qablihim qareeban thaqoo wabala amrihim walahum AAathabun aleemun

Translation: (حال د دوی) د همغو خلكو په شان دي چې له دوى نه لږ وخت مخکې يې د خپلو كړو سزا څكلې ده او د دوى لپاره درد ناك عذاب دى.

59:16

كَمَثَلِ ٱلشَّيۡطَٰنِ إِذۡ قَالَ لِلۡإِنسَٰنِ ٱكۡفُرۡ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيٓءٞ مِّنكَ إِنِّيٓ أَخَافُ ٱللَّهَ رَبَّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ﴿16﴾

Transliteration: Kamathali alshshaytani ith qala lilinsani okfur falamma kafara qala innee bareeon minka innee akhafu Allaha rabba alAAalameena

Translation: (حال د دوی) په څېر د حال د شیطان دی كله يې چې انسان ته وويل: كافر شه! خو كله چې كافر شو وېلې زه خو در څخه بېزار يم، زه د مخلوقاتو له پالونكي څخه ډارېږم.

59:17

فَكَانَ عَٰقِبَتَهُمَآ أَنَّهُمَا فِي ٱلنَّارِ خَٰلِدَيۡنِ فِيهَاۚ وَذَٰلِكَ جَزَـٰٓؤُاْ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿17﴾

Transliteration: Fakana AAaqibatahuma annahuma fee alnnari khalidayni feeha wathalika jazao alththalimeena

Translation: نو د دواړو پایله داسې شوه چې هغوى به په اور كې وي، تل به پكې اوسېدونكي وي او همدا د ظالمانو جزا ده.

59:18

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَلۡتَنظُرۡ نَفۡسٞ مَّا قَدَّمَتۡ لِغَدٖۖ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۚ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرُۢ بِمَا تَعۡمَلُونَ ﴿18﴾

Transliteration: Ya ayyuha allatheena amanoo ittaqoo Allaha waltanthur nafsun ma qaddamat lighadin waittaqoo Allaha inna Allaha khabeerun bima taAAmaloona

Translation: اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی له الله څخه ووېرېږئ او هر كس دې وګوري چې د سبا لپاره يې څه وړاندې لېږلي؟ او له الله څخه وېره كوئ، بېشكه الله خو ستاسي په كړنو ښه خبر دى.

59:19

وَلَا تَكُونُواْ كَٱلَّذِينَ نَسُواْ ٱللَّهَ فَأَنسَىٰهُمۡ أَنفُسَهُمۡۚ أُوْلَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡفَٰسِقُونَ ﴿19﴾

Transliteration: Wala takoonoo kaallatheena nasoo Allaha faansahum anfusahum olaika humu alfasiqoona

Translation: او د هغو خلكو غوندې مه كېږئ چې الله يې هېر كړ نو هغه (الله) بيا د هغوى خپل ځانونه ترې هېر كړل، دغه خلك فاسقان دي.

59:20

لَا يَسۡتَوِيٓ أَصۡحَٰبُ ٱلنَّارِ وَأَصۡحَٰبُ ٱلۡجَنَّةِۚ أَصۡحَٰبُ ٱلۡجَنَّةِ هُمُ ٱلۡفَآئِزُونَ ﴿20﴾

Transliteration: La yastawee ashabu alnnari waashabu aljannati ashabu aljannati humu alfaizoona

Translation: دوزخيان او جنتيان سره برابر نه دي، جنتيان خو بريالي (خلك) دي.

59:21

لَوۡ أَنزَلۡنَا هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانَ عَلَىٰ جَبَلٖ لَّرَأَيۡتَهُۥ خَٰشِعٗا مُّتَصَدِّعٗا مِّنۡ خَشۡيَةِ ٱللَّهِۚ وَتِلۡكَ ٱلۡأَمۡثَٰلُ نَضۡرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمۡ يَتَفَكَّرُونَ ﴿21﴾

Transliteration: Law anzalna hatha alqurana AAala jabalin laraaytahu khashiAAan mutasaddiAAan min khashyati Allahi watilka alamthalu nadribuha lilnnasi laAAallahum yatafakkaroona

Translation: كه موږ دا قرآن پر يو غره رانازل كړى واى، نو هرومرو به دې هغه د الله له ډاره وېرېدونكى ټوټه ټوټه كېدونكى ليدلى واى. او دا بېلګې د خلكو لپاره ځكه بيانوو چې ښايي هغوى فكر وكړي.

59:22

هُوَ ٱللَّهُ ٱلَّذِي لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۖ عَٰلِمُ ٱلۡغَيۡبِ وَٱلشَّهَٰدَةِۖ هُوَ ٱلرَّحۡمَٰنُ ٱلرَّحِيمُ ﴿22﴾

Transliteration: Huwa Allahu allathee la ilaha illa huwa AAalimu alghaybi waalshshahadati huwa alrrahmanu alrraheemu

Translation: الله همغه دى چې له هغه پرته بل حقدار د بندګۍ نشته، په پټو او ښكاره وو عالم دى، همغه ډېر مهربان بخښونكى دى.

59:23

هُوَ ٱللَّهُ ٱلَّذِي لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلۡمَلِكُ ٱلۡقُدُّوسُ ٱلسَّلَٰمُ ٱلۡمُؤۡمِنُ ٱلۡمُهَيۡمِنُ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡجَبَّارُ ٱلۡمُتَكَبِّرُۚ سُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يُشۡرِكُونَ ﴿23﴾

Transliteration: Huwa Allahu allathee la ilaha illa huwa almaliku alquddoosu alssalamu almuminu almuhayminu alAAazeezu aljabbaru almutakabbiru subhana Allahi AAamma yushrikoona

Translation: هغه الله دى چې پرته له هغه بل حقدار د بندګۍ نشته، پاچا، ډېر سپېڅلى، له ټولو نيمګړتياوو پاك، امن وركوونكى، ساتونكى، برلاسى، زورور او د لويي څښتن دى. له هغو خبرو الله لره پاكي ده چې هغوى يې ورسره شريكوي.

59:24

هُوَ ٱللَّهُ ٱلۡخَٰلِقُ ٱلۡبَارِئُ ٱلۡمُصَوِّرُۖ لَهُ ٱلۡأَسۡمَآءُ ٱلۡحُسۡنَىٰۚ يُسَبِّحُ لَهُۥ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ ﴿24﴾

Transliteration: Huwa Allahu alkhaliqu albario almusawwiru lahu alasmao alhusna yusabbihu lahu ma fee alssamawati waalardi wahuwa alAAazeezu alhakeemu

Translation: همغه الله دى چې پيداکوونکی، رامنځته کوونکی، شکل وركوونكى دى، هغه لره ښایسته نومونه دي، څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، (ټول) د هغه پاكي وايي او همغه برلاسى حكمتونو والا دى.

Transliteration source: English Transliteration by Tanzil. Used under Tanzil's non-commercial terms; see the source and latest updates at Tanzil. Tanzil translation download