quranm◉

سورت آل عمران 3:13

قَدۡ كَانَ لَكُمۡ ءَايَةٞ فِي فِئَتَيۡنِ ٱلۡتَقَتَاۖ فِئَةٞ تُقَٰتِلُ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَأُخۡرَىٰ كَافِرَةٞ يَرَوۡنَهُم مِّثۡلَيۡهِمۡ رَأۡيَ ٱلۡعَيۡنِۚ وَٱللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصۡرِهِۦ مَن يَشَآءُۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبۡرَةٗ لِّأُوْلِي ٱلۡأَبۡصَٰرِ ﴿١٣﴾

◉

ژباړه

يقيناًِ تاسي لپاره په هغو دوو ډلو كې د عبرت يوه نښه وه، چې ( په بدر كې) يوه له بلې سره په جنګ شولې، يوه ډله د الله په لار كې جنګېدله او بله ډله د كافرانو وه، ليدونكو په سترګو دوی لره خپل دوه چنده ليدل، او د الله چې چا ته خوښه شي په خپل بري او نصرت ورسره مرسته كوي د بصيرت خاوندانو لپاره په دې كې ستر درس پروت دى.
— Rowwad Translation Center
یقینًا شته تاسو لپاره لویه نښه په هغو دوه ډلو كې چې یو بل ته مخامخ شوې وې، یوه ډله د الله په لار كې جنګېدله او بله كافره وه، دوى به هغوى لره له خپل ځان نه دوه چنده (زیات) لیدل، د سترګو په لیدلو سره، او الله په خپل مدد سره قوت وركوي (مضبوطوي) چا ته چې وغواړي، یقینًا په دې كې د سترګو خاوندانو لپاره خامخا عبرت (اونصیحت) دى
— Zakaria Abulsalam

موضوعات · آیت

◉ سورت · ∞