سورت آل عمران 3:26
قُلِ ٱللَّهُمَّ مَٰلِكَ ٱلۡمُلۡكِ تُؤۡتِي ٱلۡمُلۡكَ مَن تَشَآءُ وَتَنزِعُ ٱلۡمُلۡكَ مِمَّن تَشَآءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَآءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَآءُۖ بِيَدِكَ ٱلۡخَيۡرُۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ ﴿٢٦﴾
◉
ژباړه
ووايه: ای الله! د پاچاهۍ واكمنه! دا ته چې چا ته وغواړې پاچاهى وركوې او بېرته پاچاهى اخلې له چا نه دې چې خوښه شي، او چا ته چې وغواړې عزت وركوې او چا ته چې وغواړې خواروې يې، ښېګڼه ستا په لاس كې ده همدا ته په هر شي واکمن يې.
ته ووایه: اى الله!د بادشاهۍ مالكه! ته بادشاهي وركوې هغه چا ته چې وغواړې او بادشاهي بېرته اخلې له هغه چا نه چې وغواړې، چا ته چې وغواړې عزت وركوې او چا ته چې وغواړې ذلت وركوې، هم ستا په لاس كې خیر دى، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې