quranm◉

سورت المائدة 5:82

۞لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ ٱلنَّاسِ عَدَٰوَةٗ لِّلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱلۡيَهُودَ وَٱلَّذِينَ أَشۡرَكُواْۖ وَلَتَجِدَنَّ أَقۡرَبَهُم مَّوَدَّةٗ لِّلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱلَّذِينَ قَالُوٓاْ إِنَّا نَصَٰرَىٰۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّ مِنۡهُمۡ قِسِّيسِينَ وَرُهۡبَانٗا وَأَنَّهُمۡ لَا يَسۡتَكۡبِرُونَ ﴿٨٢﴾

◉

ژباړه

ته به د مومنانو په دښمنۍ كې تر ټولو سخت يهوديان او مشركان بيامومې، او مومنانو ته په دوستۍ كې به ډېر نږدې هغه خلك مومې چې وايي موږ نصرانيان يو، دا ځكه چې په دوى كې (ځينې) یې پوهان او عبادت كوونكي دي او دوى لويي نه كوي.
— Rowwad Translation Center
بې له شكه يقينًا چې ته به له مومنانو سره په دښمنۍ كې تر ټولو خلقو زیات سخت، یهودیان مومې او هغه كسان چې مشركان دي او خامخا لازمًا به ته له مومنانو سره په دوستۍ كې تر ټولو خلقو زیات نژدې هغه كسان مومې چې ویلي دي: بېشكه مونږ نصرانیان یو، دا ځكه چې په دوى كې په رښتيا عبادت ګذاره عالمان او راهبان (زاهدان) دي او دا ځكه چې واقعاً دوى تكبر نه كوي
— Zakaria Abulsalam

موضوعات · آیت

◉ سورت · ∞