quranm◉

Surah الممتحنة transliteration

◉ سورت · ∞

60:1

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَتَّخِذُواْ عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمۡ أَوۡلِيَآءَ تُلۡقُونَ إِلَيۡهِم بِٱلۡمَوَدَّةِ وَقَدۡ كَفَرُواْ بِمَا جَآءَكُم مِّنَ ٱلۡحَقِّ يُخۡرِجُونَ ٱلرَّسُولَ وَإِيَّاكُمۡ أَن تُؤۡمِنُواْ بِٱللَّهِ رَبِّكُمۡ إِن كُنتُمۡ خَرَجۡتُمۡ جِهَٰدٗا فِي سَبِيلِي وَٱبۡتِغَآءَ مَرۡضَاتِيۚ تُسِرُّونَ إِلَيۡهِم بِٱلۡمَوَدَّةِ وَأَنَا۠ أَعۡلَمُ بِمَآ أَخۡفَيۡتُمۡ وَمَآ أَعۡلَنتُمۡۚ وَمَن يَفۡعَلۡهُ مِنكُمۡ فَقَدۡ ضَلَّ سَوَآءَ ٱلسَّبِيلِ ﴿1﴾

Transliteration: Ya ayyuha allatheena amanoo la tattakhithoo AAaduwwee waAAaduwwakum awliyaa tulqoona ilayhim bialmawaddati waqad kafaroo bima jaakum mina alhaqqi yukhrijoona alrrasoola waiyyakum an tuminoo biAllahi rabbikum in kuntum kharajtum jihadan fee sabeelee waibtighaa mardatee tusirroona ilayhim bialmawaddati waana aAAlamu bima akhfaytum wama aAAlantum waman yafAAalhu minkum faqad dalla sawaa alssabeeli

Translation: اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! زما دښمن او خپل دښمن سره دوستي مه كوئ، تاسي په دوستۍ هغوى ته پيغام لېږئ او هغوى په هغه حق كافر شوي چې تاسي ته راغلى هغوى رسول (الله) او تاسي په دې (له خپل وطنه) بهر وباسي چې په خپل پالونکي الله مو ايمان راوړى كه تاسي زما په لار كې د جهاد او زما د رضا لټون لپاره وتلي ياست (نو داسې مه كوئ) تاسي په دوستۍ سره هغوى ته پټ خبرونه لېږئ او زه پوهېږم په هغه څه چې تاسي يې پټوئ او (يا يې) څرګندوئ او له تاسي څخه چې څوك دا كار كوي نو په رېښتيا له سمې لارې اوښتى دى.

60:2

إِن يَثۡقَفُوكُمۡ يَكُونُواْ لَكُمۡ أَعۡدَآءٗ وَيَبۡسُطُوٓاْ إِلَيۡكُمۡ أَيۡدِيَهُمۡ وَأَلۡسِنَتَهُم بِٱلسُّوٓءِ وَوَدُّواْ لَوۡ تَكۡفُرُونَ ﴿2﴾

Transliteration: In yathqafookum yakoonoo lakam aAAdaan wayabsutoo ilaykum aydiyahum waalsinatahum bialssooi wawaddoo law takfuroona

Translation: كه چېرې يې درباندې وس بر شي نو بيا به مو (ښكاره) دښمنان وي، لاسونه او ژبې به په بدۍ در وغځوي او دا به خوښوي چې (تاسې هم) كافران شئ

60:3

لَن تَنفَعَكُمۡ أَرۡحَامُكُمۡ وَلَآ أَوۡلَٰدُكُمۡۚ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ يَفۡصِلُ بَيۡنَكُمۡۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعۡمَلُونَ بَصِيرٞ ﴿3﴾

Transliteration: Lan tanfaAAakum arhamukum wala awladukum yawma alqiyamati yafsilu baynakum waAllahu bima taAAmaloona baseerun

Translation: هيڅكله به مو نه خپلوۍ ګټه در ورسوي او نه اولادونه، د قيامت په ورځ به (الله) ستاسو تر منځ پرېکړه وكړي او الله په هغو كارونو ښه ليدونكى دى چې تاسې يې كوئ.

60:4

قَدۡ كَانَتۡ لَكُمۡ أُسۡوَةٌ حَسَنَةٞ فِيٓ إِبۡرَٰهِيمَ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥٓ إِذۡ قَالُواْ لِقَوۡمِهِمۡ إِنَّا بُرَءَـٰٓؤُاْ مِنكُمۡ وَمِمَّا تَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ كَفَرۡنَا بِكُمۡ وَبَدَا بَيۡنَنَا وَبَيۡنَكُمُ ٱلۡعَدَٰوَةُ وَٱلۡبَغۡضَآءُ أَبَدًا حَتَّىٰ تُؤۡمِنُواْ بِٱللَّهِ وَحۡدَهُۥٓ إِلَّا قَوۡلَ إِبۡرَٰهِيمَ لِأَبِيهِ لَأَسۡتَغۡفِرَنَّ لَكَ وَمَآ أَمۡلِكُ لَكَ مِنَ ٱللَّهِ مِن شَيۡءٖۖ رَّبَّنَا عَلَيۡكَ تَوَكَّلۡنَا وَإِلَيۡكَ أَنَبۡنَا وَإِلَيۡكَ ٱلۡمَصِيرُ ﴿4﴾

Transliteration: Qad kanat lakum oswatun hasanatun fee ibraheema waallatheena maAAahu ith qaloo liqawmihim inna buraao minkum wamimma taAAbudoona min dooni Allahi kafarna bikum wabada baynana wabaynakumu alAAadawatu waalbaghdao abadan hatta tuminoo biAllahi wahdahu illa qawla ibraheema liabeehi laastaghfiranna laka wama amliku laka mina Allahi min shayin rabbana AAalayka tawakkalna wailayka anabna wailayka almaseeru

Translation: په رېښتيا ستاسو لپاره په ابراهيم او د هغه په ملګرو كې غوره بېلګه (د پېروۍ ده)، كله چې خپل قوم ته يې وويل بېشكه موږ له تاسي او له هغو شيانو چې تاسي يې له الله پرته لمانځئ، بېزار يو، ستاسي له عقيدې منكر يو او زموږ او ستاسي ترمنځ د تل لپاره دښمني او كينه څرګنده شوې تر هغو چې يوازې پر يو الله ايمان راوړئ، خو یوازې د ابراهيم علیه السلام د دې وینا (پېروي مکوئ) چې خپل پلار ته یې كړې وه چې زه به هرومرو بخښنه درته وغواړم او (نور) د الله په وړاندې ستا لپاره د هيڅ شي واك نه لرم، زموږ پالونکيه پر تا مو بروسه كړې، ستا په لور درګرځېدلي يو او هم ستا لوري ته درتلل دي.

60:5

رَبَّنَا لَا تَجۡعَلۡنَا فِتۡنَةٗ لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ وَٱغۡفِرۡ لَنَا رَبَّنَآۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ ﴿5﴾

Transliteration: Rabbana la tajAAalna fitnatan lillatheena kafaroo waighfir lana rabbana innaka anta alAAazeezu alhakeemu

Translation: اې زموږ پالونکيه! موږ د كافرانو په ازموينه كې مه اچوه او بخښنه راته وكړه اې زموږ پالونکيه! بېشكه همدا ته برلاسى حكمت والا يې.

60:6

لَقَدۡ كَانَ لَكُمۡ فِيهِمۡ أُسۡوَةٌ حَسَنَةٞ لِّمَن كَانَ يَرۡجُواْ ٱللَّهَ وَٱلۡيَوۡمَ ٱلۡأٓخِرَۚ وَمَن يَتَوَلَّ فَإِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلۡغَنِيُّ ٱلۡحَمِيدُ ﴿6﴾

Transliteration: Laqad kana lakum feehim oswatun hasanatun liman kana yarjoo Allaha waalyawma alakhira waman yatawalla fainna Allaha huwa alghanniyyu alhameedu

Translation: په رېښتيا ستاسو لپاره شته په هغوى كې غوره بیلګه د پیروۍ، د هغه چا لپاره چې د الله او د آخرت د ورځې هيله لري، او كه څوك مخ اړوي نو بېشكه همغه الله غني (بې پروا) ستايل شوى دى.

60:7

عَسَى ٱللَّهُ أَن يَجۡعَلَ بَيۡنَكُمۡ وَبَيۡنَ ٱلَّذِينَ عَادَيۡتُم مِّنۡهُم مَّوَدَّةٗۚ وَٱللَّهُ قَدِيرٞۚ وَٱللَّهُ غَفُورٞ رَّحِيمٞ ﴿7﴾

Transliteration: AAasa Allahu an yajAAala baynakum wabayna allatheena AAadaytum minhum mawaddatan waAllahu qadeerun waAllahu ghafoorun raheemun

Translation: ښایي چې الله تعالی به دوستي جوړه کړي ستاسو او د هغو کسانو تر مینځ چې تاسو ورسره دښمني کوئ، الله تعالی قدرت والا دی او الله تعالی بخښنه کوونکی او مهربان دی.

60:8

لَّا يَنۡهَىٰكُمُ ٱللَّهُ عَنِ ٱلَّذِينَ لَمۡ يُقَٰتِلُوكُمۡ فِي ٱلدِّينِ وَلَمۡ يُخۡرِجُوكُم مِّن دِيَٰرِكُمۡ أَن تَبَرُّوهُمۡ وَتُقۡسِطُوٓاْ إِلَيۡهِمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلۡمُقۡسِطِينَ ﴿8﴾

Transliteration: La yanhakumu Allahu AAani allatheena lam yuqatilookum fee alddeeni walam yukhrijookum min diyarikum an tabarroohum watuqsitoo ilayhim inna Allaha yuhibbu almuqsiteena

Translation: چا چې په دين كې ستاسو سره جګړه نه ده كړې او له خپلو كورونو يې نه يئ اېستلي نو الله مو هغوى سره له ښېګڼې او انصافه نه ايساروي، په رېښتيا الله انصاف لرونکي خلك خوښوي.

60:9

إِنَّمَا يَنۡهَىٰكُمُ ٱللَّهُ عَنِ ٱلَّذِينَ قَٰتَلُوكُمۡ فِي ٱلدِّينِ وَأَخۡرَجُوكُم مِّن دِيَٰرِكُمۡ وَظَٰهَرُواْ عَلَىٰٓ إِخۡرَاجِكُمۡ أَن تَوَلَّوۡهُمۡۚ وَمَن يَتَوَلَّهُمۡ فَأُوْلَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ﴿9﴾

Transliteration: Innama yanhakumu Allahu AAani allatheena qatalookum fee alddeeni waakhrajookum min diyarikum wathaharoo AAala ikhrajikum an tawallawhum waman yatawallahum faolaika humu alththalimoona

Translation: الله خو تاسي يوازې د هغو خلكو له دوستۍ ايساروي چې جنګ کوي تاسو سره په دين کې او ویستلي یئ تاسي د کورونو ستاسو نه او څوك چې ورسره دوستي كوي نو همغه خلك ظالمان دي.

60:10

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا جَآءَكُمُ ٱلۡمُؤۡمِنَٰتُ مُهَٰجِرَٰتٖ فَٱمۡتَحِنُوهُنَّۖ ٱللَّهُ أَعۡلَمُ بِإِيمَٰنِهِنَّۖ فَإِنۡ عَلِمۡتُمُوهُنَّ مُؤۡمِنَٰتٖ فَلَا تَرۡجِعُوهُنَّ إِلَى ٱلۡكُفَّارِۖ لَا هُنَّ حِلّٞ لَّهُمۡ وَلَا هُمۡ يَحِلُّونَ لَهُنَّۖ وَءَاتُوهُم مَّآ أَنفَقُواْۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيۡكُمۡ أَن تَنكِحُوهُنَّ إِذَآ ءَاتَيۡتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّۚ وَلَا تُمۡسِكُواْ بِعِصَمِ ٱلۡكَوَافِرِ وَسۡـَٔلُواْ مَآ أَنفَقۡتُمۡ وَلۡيَسۡـَٔلُواْ مَآ أَنفَقُواْۚ ذَٰلِكُمۡ حُكۡمُ ٱللَّهِ يَحۡكُمُ بَيۡنَكُمۡۖ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٞ ﴿10﴾

Transliteration: Ya ayyuha allatheena amanoo itha jaakumu almuminatu muhajiratin faimtahinoohunna Allahu aAAlamu bieemanihinna fain AAalimtumoohunna muminatin fala tarjiAAoohunna ila alkuffari la hunna hillun lahum wala hum yahilloona lahunna waatoohum ma anfaqoo wala junaha AAalaykum an tankihoohunna itha ataytumoohunna ojoorahunna wala tumsikoo biAAisami alkawafiri waisaloo ma anfaqtum walyasaloo ma anfaqoo thalikum hukmu Allahi yahkumu baynakum waAllahu AAaleemun hakeemun

Translation: اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی كله چې مومنانې د مهاجرو په توګه درته راشي نو ويې ازمويئ، الله د هغوى په ايمان ډېر ښه پوه دى، نو كه چېرې تاسي ته مومنانې معلومې شوې؛ نو بېرته يې كافرو ته مه ورستنوئ؛ هغوى نه دوى ته حلالې دي او نه دوى (كافران) هغوى ته حلال دي، خو كوم لګښت چې هغوى (كافرانو) كړى نو هغه وركړئ او پر تاسي څه ګناه نشته چې هغوى په نكاح كړئ، كله چې مهرونه يې وركړئ او د كافرانو مېرمنو ناموس ځان سره ټينـګ مه ساتئ، څه چې تاسې (پرې) لګولي هغه (ترې) وغواړئ او چې هغوى كوم لګښت (پرې) كړى وي، هغه دې دوى (كافران ترې) وغواړي. دا د الله حكم دى چې ستاسي ترمنځ يې پرېکړه كوي.

60:11

وَإِن فَاتَكُمۡ شَيۡءٞ مِّنۡ أَزۡوَٰجِكُمۡ إِلَى ٱلۡكُفَّارِ فَعَاقَبۡتُمۡ فَـَٔاتُواْ ٱلَّذِينَ ذَهَبَتۡ أَزۡوَٰجُهُم مِّثۡلَ مَآ أَنفَقُواْۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ ٱلَّذِيٓ أَنتُم بِهِۦ مُؤۡمِنُونَ ﴿11﴾

Transliteration: Wain fatakum shayon min azwajikum ila alkuffari faAAaqabtum faatoo allatheena thahabat azwajuhum mithla ma anfaqoo waittaqoo Allaha allathee antum bihi muminoona

Translation: او كه ستاسي څه مېرمنې د كافرانو خواته ورشي، بيا مو لاس بر شي (پر كافرانو) نو د كومو كسانو چې مېرمنې تللې دي، هغومره څه وركړئ (له غنيمته) چې هغوى (پرې) لګولي وو. او له الله وډار شئ هغه چې تاسي ايمان پرې راوړى.

60:12

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ إِذَا جَآءَكَ ٱلۡمُؤۡمِنَٰتُ يُبَايِعۡنَكَ عَلَىٰٓ أَن لَّا يُشۡرِكۡنَ بِٱللَّهِ شَيۡـٔٗا وَلَا يَسۡرِقۡنَ وَلَا يَزۡنِينَ وَلَا يَقۡتُلۡنَ أَوۡلَٰدَهُنَّ وَلَا يَأۡتِينَ بِبُهۡتَٰنٖ يَفۡتَرِينَهُۥ بَيۡنَ أَيۡدِيهِنَّ وَأَرۡجُلِهِنَّ وَلَا يَعۡصِينَكَ فِي مَعۡرُوفٖ فَبَايِعۡهُنَّ وَٱسۡتَغۡفِرۡ لَهُنَّ ٱللَّهَۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ ﴿12﴾

Transliteration: Ya ayyuha alnnabiyyu itha jaaka almuminatu yubayiAAnaka AAala an la yushrikna biAllahi shayan wala yasriqna wala yazneena wala yaqtulna awladahunna wala yateena bibuhtanin yaftareenahu bayna aydeehinna waarjulihinna wala yaAAseenaka fee maAAroofin fabayiAAhunna waistaghfir lahunna Allaha inna Allaha ghafoorun raheemun

Translation: اې نبې (عليه السلام) كله چې مومنانې درته راشي (او) ستا سره په دې خبرو لوز كوي چې هغوى به له الله سره هيڅ شى نه شريكوي، غلا به نه كوي، زنا به نه كوي، خپل اولاد به نه وژني، نه به (چا پسې) داسې درواغ تړي چې د خپلو لاسونو – پښو ترمنځ يې جوړوي او نه به په ښه كار كې ستا نا فرماني كوي، نو له هغوى څخه لوز واخله او له الله څخه ورته بخښنه وغواړه، الله په رېښتيا بخښونكى مهربان دى.

60:13

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَتَوَلَّوۡاْ قَوۡمًا غَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِمۡ قَدۡ يَئِسُواْ مِنَ ٱلۡأٓخِرَةِ كَمَا يَئِسَ ٱلۡكُفَّارُ مِنۡ أَصۡحَٰبِ ٱلۡقُبُورِ ﴿13﴾

Transliteration: Ya ayyuha allatheena amanoo la tatawallaw qawman ghadiba Allahu AAalayhim qad yaisoo mina alakhirati kama yaisa alkuffaru min ashabi alquboori

Translation: اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! هغو خلكو سره دوستي مه كوئ چې الله پرې غضب كړى، هغوى له آخرته داسې ناهيلي شوي لكه د قبرونو څښتنانو څخه چې كافران ناهيلي دي.

Transliteration source: English Transliteration by Tanzil. Used under Tanzil's non-commercial terms; see the source and latest updates at Tanzil. Tanzil translation download