quranm◉

Surah الشعراء transliteration

◉ سورت · ∞

26:1

طسٓمٓ ﴿1﴾

Transliteration: Taseenmeem

Translation: طسم [1].

26:2

تِلۡكَ ءَايَٰتُ ٱلۡكِتَٰبِ ٱلۡمُبِينِ ﴿2﴾

Transliteration: Tilka ayatu alkitabi almubeeni

Translation: دا د هغه څرګند كتاب آيتونه دي.

26:3

لَعَلَّكَ بَٰخِعٞ نَّفۡسَكَ أَلَّا يَكُونُواْ مُؤۡمِنِينَ ﴿3﴾

Transliteration: LaAAallaka bakhiAAun nafsaka alla yakoonoo mumineena

Translation: اى محمده! ښايي ته پدې غم كې خپل ځان بايلې چې دغه خلك ايمان نه راوړي.

26:4

إِن نَّشَأۡ نُنَزِّلۡ عَلَيۡهِم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ ءَايَةٗ فَظَلَّتۡ أَعۡنَٰقُهُمۡ لَهَا خَٰضِعِينَ ﴿4﴾

Transliteration: In nasha nunazzil AAalayhim mina alssamai ayatan fathallat aAAnaquhum laha khadiAAeena

Translation: كه موږ وغواړونو له اسمانه داسې نښانه نازلولى شو چې د دوى غاړې د هغې پر وړاندې ښكته شي.

26:5

وَمَا يَأۡتِيهِم مِّن ذِكۡرٖ مِّنَ ٱلرَّحۡمَٰنِ مُحۡدَثٍ إِلَّا كَانُواْ عَنۡهُ مُعۡرِضِينَ ﴿5﴾

Transliteration: Wama yateehim min thikrin mina alrrahmani muhdathin illa kanoo AAanhu muAArideena

Translation: او نه راځي دوی ته هېڅ یاداښت د رحمن له لورې چې نوی وي (د هغه راتلل) مګر دوی له هغه څخه مخ اړوونکي دي.

26:6

فَقَدۡ كَذَّبُواْ فَسَيَأۡتِيهِمۡ أَنۢبَـٰٓؤُاْ مَا كَانُواْ بِهِۦ يَسۡتَهۡزِءُونَ ﴿6﴾

Transliteration: Faqad kaththaboo fasayateehim anbao ma kanoo bihi yastahzioona

Translation: نو اوس چې درواغ يې وګڼلو ډېر زر به د هغه څه خبرونه ورته راشي چې ملنډې به يې پرې وهلې.

26:7

أَوَلَمۡ يَرَوۡاْ إِلَى ٱلۡأَرۡضِ كَمۡ أَنۢبَتۡنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوۡجٖ كَرِيمٍ ﴿7﴾

Transliteration: Awalam yaraw ila alardi kam anbatna feeha min kulli zawjin kareemin

Translation: آیا دوی نه ګوري ځمکې ته چې څومره رازرغون کړي دي موږ په هغې کې د هر قسم ګټور بوټي څخه.

26:8

إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ ﴿8﴾

Transliteration: Inna fee thalika laayatan wama kana aktharuhum mumineena

Translation: په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.

26:9

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿9﴾

Transliteration: Wainna rabbaka lahuwa alAAazeezu alrraheemu

Translation: او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.

26:10

وَإِذۡ نَادَىٰ رَبُّكَ مُوسَىٰٓ أَنِ ٱئۡتِ ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿10﴾

Transliteration: Waith nada rabbuka moosa ani iti alqawma alththalimeena

Translation: او هغه مهال چې ستا رب غږ وکړ موسى ته چې لاړ شه قوم ظالمانو ته.

26:11

قَوۡمَ فِرۡعَوۡنَۚ أَلَا يَتَّقُونَ ﴿11﴾

Transliteration: Qawma firAAawna ala yattaqoona

Translation: د فرعون قوم ته! آيا هغوى نه ويريږي؟

26:12

قَالَ رَبِّ إِنِّيٓ أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ ﴿12﴾

Transliteration: Qala rabbi innee akhafu an yukaththibooni

Translation: ويې ويل زما ربه! زه ډارېږم چې درواغجن به مې وګڼي.

26:13

وَيَضِيقُ صَدۡرِي وَلَا يَنطَلِقُ لِسَانِي فَأَرۡسِلۡ إِلَىٰ هَٰرُونَ ﴿13﴾

Transliteration: Wayadeequ sadree wala yantaliqu lisanee faarsil ila haroona

Translation: او سينه مې (هم) تنګيږي او ژبه مې نه ګرځي نو هارون ته يې ولېږه (وحی).

26:14

وَلَهُمۡ عَلَيَّ ذَنۢبٞ فَأَخَافُ أَن يَقۡتُلُونِ ﴿14﴾

Transliteration: Walahum AAalayya thanbun faakhafu an yaqtulooni

Translation: او پر ما باندې د هغوی لخوا د يو جرم تور هم شته، ځكه نو زه ويريږم چې هغوى به ما ووژني.

26:15

قَالَ كَلَّاۖ فَٱذۡهَبَا بِـَٔايَٰتِنَآۖ إِنَّا مَعَكُم مُّسۡتَمِعُونَ ﴿15﴾

Transliteration: Qala kalla faithhaba biayatina inna maAAakum mustamiAAoona

Translation: الله وويل: هېڅكله نه، نو دواړه زموږ له نښانو سره ورشئ، موږ درسره يو، د (هر څه) اورېدونكي.

26:16

فَأۡتِيَا فِرۡعَوۡنَ فَقُولَآ إِنَّا رَسُولُ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ﴿16﴾

Transliteration: Fatiya firAAawna faqoola inna rasoolu rabbi alAAalameena

Translation: نو ورشئ دواړه فرعون ته ورته او وايئ چې موږ رالیږل شوي یو د مخلوقاتو د پالونكي لخوا.

26:17

أَنۡ أَرۡسِلۡ مَعَنَا بَنِيٓ إِسۡرَـٰٓءِيلَ ﴿17﴾

Transliteration: An arsil maAAana banee israeela

Translation: چې ته بني اسرائيل له موږ سره ولېږې.

26:18

قَالَ أَلَمۡ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدٗا وَلَبِثۡتَ فِينَا مِنۡ عُمُرِكَ سِنِينَ ﴿18﴾

Transliteration: Qala alam nurabbika feena waleedan walabithta feena min AAumurika sineena

Translation: وېلې: آيا ته مو له ځان سره وړوكى ونه روزلې او د خپل عمر ډېر كلونه دې راسره تېر (نه) كړل.

26:19

وَفَعَلۡتَ فَعۡلَتَكَ ٱلَّتِي فَعَلۡتَ وَأَنتَ مِنَ ٱلۡكَٰفِرِينَ ﴿19﴾

Transliteration: WafaAAalta faAAlataka allatee faAAalta waanta mina alkafireena

Translation: او ها چې كړى دې و هغه كار دې هم وكړ او ته له ناشكرانو څخه يې.

26:20

قَالَ فَعَلۡتُهَآ إِذٗا وَأَنَا۠ مِنَ ٱلضَّآلِّينَ ﴿20﴾

Transliteration: Qala faAAaltuha ithan waana mina alddalleena

Translation: (موسى) وويل: ما هغه وخت كړى و چې زه له ناپوهانو وم.

26:21

فَفَرَرۡتُ مِنكُمۡ لَمَّا خِفۡتُكُمۡ فَوَهَبَ لِي رَبِّي حُكۡمٗا وَجَعَلَنِي مِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ﴿21﴾

Transliteration: Fafarartu minkum lamma khiftukum fawahaba lee rabbee hukman wajaAAalanee mina almursaleena

Translation: بيا چې كله ووېرېدم نو درڅخه وتښتېدم، نو خپل رب مې حكم (علم) راكړ او په رسولانو كې يې شامل كړم.

26:22

وَتِلۡكَ نِعۡمَةٞ تَمُنُّهَا عَلَيَّ أَنۡ عَبَّدتَّ بَنِيٓ إِسۡرَـٰٓءِيلَ ﴿22﴾

Transliteration: Watilka niAAmatun tamunnuha AAalayya an AAabbadta banee israeela

Translation: او (آيا) دا كومه پېرزوينه ده چې پر ما يې احسان باروې دا چې بني اسرائيل دې مريان كړي.

26:23

قَالَ فِرۡعَوۡنُ وَمَا رَبُّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ﴿23﴾

Transliteration: Qala firAAawnu wama rabbu alAAalameena

Translation: فرعون وويل: او دا رب العالمين لاڅه دى؟

26:24

قَالَ رَبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَآۖ إِن كُنتُم مُّوقِنِينَ ﴿24﴾

Transliteration: Qala rabbu alssamawati waalardi wama baynahuma in kuntum mooqineena

Translation: وېلې د آسمانو، ځمكې او د هغو تر منځ د ټولو شيانو پالونكى، كه تاسو باور كوونكي ياست.

26:25

قَالَ لِمَنۡ حَوۡلَهُۥٓ أَلَا تَسۡتَمِعُونَ ﴿25﴾

Transliteration: Qala liman hawlahu ala tastamiAAoona

Translation: فرعون خپلو شاوخوا خلكو ته وويل: تاسو نه اورئ؟

26:26

قَالَ رَبُّكُمۡ وَرَبُّ ءَابَآئِكُمُ ٱلۡأَوَّلِينَ ﴿26﴾

Transliteration: Qala rabbukum warabbu abaikumu alawwaleena

Translation: موسى وويل: ستاسو پالونكى او ستاسو د مخکېنيو پلرونو پالونكى دی.

26:27

قَالَ إِنَّ رَسُولَكُمُ ٱلَّذِيٓ أُرۡسِلَ إِلَيۡكُمۡ لَمَجۡنُونٞ ﴿27﴾

Transliteration: Qala inna rasoolakumu allathee orsila ilaykum lamajnoonun

Translation: فرعون وويل: يقيناً ستاسو دا رسول چې درته رالېږل شوى بالكل ليونى دى.

26:28

قَالَ رَبُّ ٱلۡمَشۡرِقِ وَٱلۡمَغۡرِبِ وَمَا بَيۡنَهُمَآۖ إِن كُنتُمۡ تَعۡقِلُونَ ﴿28﴾

Transliteration: Qala rabbu almashriqi waalmaghribi wama baynahuma in kuntum taAAqiloona

Translation: موسى وويل: د ختيځ، لويديځ او د هغو تر منځ شيانو رب دى، كه تاسو عقل كاروئ.

26:29

قَالَ لَئِنِ ٱتَّخَذۡتَ إِلَٰهًا غَيۡرِي لَأَجۡعَلَنَّكَ مِنَ ٱلۡمَسۡجُونِينَ ﴿29﴾

Transliteration: Qala laini ittakhathta ilahan ghayree laajAAalannaka mina almasjooneena

Translation: فرعون وويل: كه له ما پرته دې بل معبود ونيولو، هرومرو به دې له بنديانو وګرځوم.

26:30

قَالَ أَوَلَوۡ جِئۡتُكَ بِشَيۡءٖ مُّبِينٖ ﴿30﴾

Transliteration: Qala awalaw jituka bishayin mubeenin

Translation: موسى وويل: كه څه هم يو څرګند شى درته راوړم.

26:31

قَالَ فَأۡتِ بِهِۦٓ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ ﴿31﴾

Transliteration: Qala fati bihi in kunta mina alssadiqeena

Translation: ويې ويل: كه ته رښتينى يې نو رايې وړه!

26:32

فَأَلۡقَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ ثُعۡبَانٞ مُّبِينٞ ﴿32﴾

Transliteration: Faalqa AAasahu faitha hiya thuAAbanun mubeenun

Translation: نو ګذاره یې کړه لکړه (امسا) خپله؛ نو هغه يو دم ښكاره ښامار و.

26:33

وَنَزَعَ يَدَهُۥ فَإِذَا هِيَ بَيۡضَآءُ لِلنَّـٰظِرِينَ ﴿33﴾

Transliteration: WanazaAAa yadahu faitha hiya baydao lilnnathireena

Translation: او چې خپل لاس يې راوويستو نو هغه (ټولو) كتونكو ته روڼ ځلاند و.

26:34

قَالَ لِلۡمَلَإِ حَوۡلَهُۥٓ إِنَّ هَٰذَا لَسَٰحِرٌ عَلِيمٞ ﴿34﴾

Transliteration: Qala lilmalai hawlahu inna hatha lasahirun AAaleemun

Translation: فرعون خپلو چاپېرو سردارانو ته وويل: بې شكه چې دا سړى هرومرو يو پوه كوډګر دى.

26:35

يُرِيدُ أَن يُخۡرِجَكُم مِّنۡ أَرۡضِكُم بِسِحۡرِهِۦ فَمَاذَا تَأۡمُرُونَ ﴿35﴾

Transliteration: Yureedu an yukhrijakum min ardikum bisihrihi famatha tamuroona

Translation: غواړي چې په خپلو كوډو تاسي له خپلې ځمكې وباسي؛ نو تاسو څه حكم كوئ؟

26:36

قَالُوٓاْ أَرۡجِهۡ وَأَخَاهُ وَٱبۡعَثۡ فِي ٱلۡمَدَآئِنِ حَٰشِرِينَ ﴿36﴾

Transliteration: Qaloo arjih waakhahu waibAAath fee almadaini hashireena

Translation: هغوى وويل: دى او ورور يې ايسار كړه او ولیږه ښارونو ته راټولوونکي.

26:37

يَأۡتُوكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِيمٖ ﴿37﴾

Transliteration: Yatooka bikulli sahharin AAaleemin

Translation: چې هر يو پوه كوډګر درته راولي.

26:38

فَجُمِعَ ٱلسَّحَرَةُ لِمِيقَٰتِ يَوۡمٖ مَّعۡلُومٖ ﴿38﴾

Transliteration: FajumiAAa alssaharatu limeeqati yawmin maAAloomin

Translation: بيا نو د يوې معلومې ورځې په ټاكلي وخت كوډګران راټول كړى شول.

26:39

وَقِيلَ لِلنَّاسِ هَلۡ أَنتُم مُّجۡتَمِعُونَ ﴿39﴾

Transliteration: Waqeela lilnnasi hal antum mujtamiAAoona

Translation: او خلكو ته وويل شول چې تاسې به راټوليږئ؟

26:40

لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ ٱلسَّحَرَةَ إِن كَانُواْ هُمُ ٱلۡغَٰلِبِينَ ﴿40﴾

Transliteration: LaAAallana nattabiAAu alssaharata in kanoo humu alghalibeena

Translation: چې ښايې موږ كوډګرو پسې لاړ شو، كه چېرې هغوى برلاسي شول.

26:41

فَلَمَّا جَآءَ ٱلسَّحَرَةُ قَالُواْ لِفِرۡعَوۡنَ أَئِنَّ لَنَا لَأَجۡرًا إِن كُنَّا نَحۡنُ ٱلۡغَٰلِبِينَ ﴿41﴾

Transliteration: Falamma jaa alssaharatu qaloo lifirAAawna ainna lana laajran in kunna nahnu alghalibeena

Translation: نو كوډګر چې راغلل فرعون ته يې وويل: موږ ته خو به څه بدله وي كه چېرې موږ بريالي شولو؟

26:42

قَالَ نَعَمۡ وَإِنَّكُمۡ إِذٗا لَّمِنَ ٱلۡمُقَرَّبِينَ ﴿42﴾

Transliteration: Qala naAAam wainnakum ithan lamina almuqarrabeena

Translation: وېلې هو او بيا به تاسي (زموږ) له نېږدې كسانو ياستئ.

26:43

قَالَ لَهُم مُّوسَىٰٓ أَلۡقُواْ مَآ أَنتُم مُّلۡقُونَ ﴿43﴾

Transliteration: Qala lahum moosa alqoo ma antum mulqoona

Translation: موسى ورته وويل: څه چې غورځوئ هغه وغورځوئ.

26:44

فَأَلۡقَوۡاْ حِبَالَهُمۡ وَعِصِيَّهُمۡ وَقَالُواْ بِعِزَّةِ فِرۡعَوۡنَ إِنَّا لَنَحۡنُ ٱلۡغَٰلِبُونَ ﴿44﴾

Transliteration: Faalqaw hibalahum waAAisiyyahum waqaloo biAAizzati firAAawna inna lanahnu alghaliboona

Translation: نو (له واره يې) خپلې رسۍ او لکړې (امساګانې) وغورځولې او ويې ويل: په عزت د فرعون (قسم چې) همدا موږ به بريالي يو!

26:45

فَأَلۡقَىٰ مُوسَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ تَلۡقَفُ مَا يَأۡفِكُونَ ﴿45﴾

Transliteration: Faalqa moosa AAasahu faitha hiya talqafu ma yafikoona

Translation: بيا موسى خپله امسا وغورځوله نو په ناڅاپي ډول هغې د هغو د دروغو كارنامې خوړلې تيرولې.

26:46

فَأُلۡقِيَ ٱلسَّحَرَةُ سَٰجِدِينَ ﴿46﴾

Transliteration: Faolqiya alssaharatu sajideena

Translation: نو كوډګر (سملاسي) په سجده پرېوتل.

26:47

قَالُوٓاْ ءَامَنَّا بِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ﴿47﴾

Transliteration: Qaloo amanna birabbi alAAalameena

Translation: وېلې: موږ په رب العالمين ايمان راوړ.

26:48

رَبِّ مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ ﴿48﴾

Transliteration: Rabbi moosa waharoona

Translation: د موسى او هارون پر رب.

26:49

قَالَ ءَامَنتُمۡ لَهُۥ قَبۡلَ أَنۡ ءَاذَنَ لَكُمۡۖ إِنَّهُۥ لَكَبِيرُكُمُ ٱلَّذِي عَلَّمَكُمُ ٱلسِّحۡرَ فَلَسَوۡفَ تَعۡلَمُونَۚ لَأُقَطِّعَنَّ أَيۡدِيَكُمۡ وَأَرۡجُلَكُم مِّنۡ خِلَٰفٖ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمۡ أَجۡمَعِينَ ﴿49﴾

Transliteration: Qala amantum lahu qabla an athana lakum innahu lakabeerukumu allathee AAallamakumu alssihra falasawfa taAAlamoona laoqattiAAanna aydiyakum waarjulakum min khilafin walaosallibannakum ajmaAAeena

Translation: وېلې (فرعون): (ښه) تاسي بيا د هغه ومنله مخكې لدې چې زه اجازه درته وكړم؟ خامخا همدى ستاسو هماغه مشر دى چې كوډې يې در زده كړي دي، نو زر به پوه شئ، زه به هرومرو ستاسي لاسونه او پښې چپه غوڅ كړم او ټول به په دار وځړوم.

26:50

قَالُواْ لَا ضَيۡرَۖ إِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ ﴿50﴾

Transliteration: Qaloo la dayra inna ila rabbina munqaliboona

Translation: هغوى وويل هېڅ تاوان نه دى، موږ د خپل رب لور ته ورتلونكي يو.

26:51

إِنَّا نَطۡمَعُ أَن يَغۡفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطَٰيَٰنَآ أَن كُنَّآ أَوَّلَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ﴿51﴾

Transliteration: Inna natmaAAu an yaghfira lana rabbuna khatayana an kunna awwala almumineena

Translation: او موږ هيله من يو چې زموږ رب به زموږ ګناهونه وبخښي ځكه چې موږ تر ټولو مخكې ايمان راوړی دى.

26:52

وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنۡ أَسۡرِ بِعِبَادِيٓ إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ ﴿52﴾

Transliteration: Waawhayna ila moosa an asri biAAibadee innakum muttabaAAoona

Translation: او موسى ته مو وحى وكړه چې (شپه په شپه) زما بندګان درسره روان كړه، (او) تاسو به هرومرو له څټه پلټل كېږئ.

26:53

فَأَرۡسَلَ فِرۡعَوۡنُ فِي ٱلۡمَدَآئِنِ حَٰشِرِينَ ﴿53﴾

Transliteration: Faarsala firAAawnu fee almadaini hashireena

Translation: بيا نو فرعون (ټولو) ښارونو ته ماسلان ولېږل.

26:54

إِنَّ هَـٰٓؤُلَآءِ لَشِرۡذِمَةٞ قَلِيلُونَ ﴿54﴾

Transliteration: Inna haolai lashirthimatun qaleeloona

Translation: چې دغه (بني اسرائيل) يوه ډله لږ كسان دي.

26:55

وَإِنَّهُمۡ لَنَا لَغَآئِظُونَ ﴿55﴾

Transliteration: Wainnahum lana laghaithoona

Translation: او بې شكه موږ يې ډېر په غوسه كړي يو.

26:56

وَإِنَّا لَجَمِيعٌ حَٰذِرُونَ ﴿56﴾

Transliteration: Wainna lajameeAAun hathiroona

Translation: او موږ يوه چمتو بيداره ډله يو.

26:57

فَأَخۡرَجۡنَٰهُم مِّن جَنَّـٰتٖ وَعُيُونٖ ﴿57﴾

Transliteration: Faakhrajnahum min jannatin waAAuyoonin

Translation: پس وویستل دوی لره موږ له باغونو او چینو څخه.

26:58

وَكُنُوزٖ وَمَقَامٖ كَرِيمٖ ﴿58﴾

Transliteration: Wakunoozin wamaqamin kareemin

Translation: او له خزانو او ښه هستوګنځي څخه.

26:59

كَذَٰلِكَۖ وَأَوۡرَثۡنَٰهَا بَنِيٓ إِسۡرَـٰٓءِيلَ ﴿59﴾

Transliteration: Kathalika waawrathnaha banee israeela

Translation: همدارنګه وشول او بني اسرائيل مو د هغو (شيانو) وارثان وګرځول.

26:60

فَأَتۡبَعُوهُم مُّشۡرِقِينَ ﴿60﴾

Transliteration: FaatbaAAoohum mushriqeena

Translation: پس روان شول (فرعونیان) هغوی پسې د لمر ختو پر مهال.

26:61

فَلَمَّا تَرَـٰٓءَا ٱلۡجَمۡعَانِ قَالَ أَصۡحَٰبُ مُوسَىٰٓ إِنَّا لَمُدۡرَكُونَ ﴿61﴾

Transliteration: Falamma taraa aljamAAani qala ashabu moosa inna lamudrakoona

Translation: كله چې دواړه ډلې سره مخامخ شوې، د موسى ملګرو وويل: چې (دا دى) موږ خو ګيرېدونكي يو.

26:62

قَالَ كَلَّآۖ إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهۡدِينِ ﴿62﴾

Transliteration: Qala kalla inna maAAiya rabbee sayahdeeni

Translation: وېلې هېڅكله نه! پرته له شکه ما سره مې رب دى، زر به لار راوښايي.

26:63

فَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنِ ٱضۡرِب بِّعَصَاكَ ٱلۡبَحۡرَۖ فَٱنفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرۡقٖ كَٱلطَّوۡدِ ٱلۡعَظِيمِ ﴿63﴾

Transliteration: Faawhayna ila moosa ani idrib biAAasaka albahra fainfalaqa fakana kullu firqin kaalttawdi alAAatheemi

Translation: نو موسى ته مو وحي وكړه چې په خپله لکړه (امسا) دې سيند و وهه؛ نو هغه وچاودلو او هره ټوټه لكه لوى غر وه.

26:64

وَأَزۡلَفۡنَا ثَمَّ ٱلۡأٓخَرِينَ ﴿64﴾

Transliteration: Waazlafna thamma alakhareena

Translation: او رانږدې کړل موږ هلته نور کسان.

26:65

وَأَنجَيۡنَا مُوسَىٰ وَمَن مَّعَهُۥٓ أَجۡمَعِينَ ﴿65﴾

Transliteration: Waanjayna moosa waman maAAahu ajmaAAeena

Translation: او موسى او څوك چې ورسره وو، ټول مو وژغورل.

26:66

ثُمَّ أَغۡرَقۡنَا ٱلۡأٓخَرِينَ ﴿66﴾

Transliteration: Thumma aghraqna alakhareena

Translation: بيا مو هغه نور (ټول) غرق كړل.

26:67

إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ ﴿67﴾

Transliteration: Inna fee thalika laayatan wama kana aktharuhum mumineena

Translation: په دې كې خو په رېښتيا (لوی) پند دی، خو ډېری يې منونكي نه دي.

26:68

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿68﴾

Transliteration: Wainna rabbaka lahuwa alAAazeezu alrraheemu

Translation: او بې شكه همغه ستا رب ډیر زورو او مهربان دى.

26:69

وَٱتۡلُ عَلَيۡهِمۡ نَبَأَ إِبۡرَٰهِيمَ ﴿69﴾

Transliteration: Waotlu AAalayhim nabaa ibraheema

Translation: او په هغوى د ابراهيم خبر (هم) ولوله.

26:70

إِذۡ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوۡمِهِۦ مَا تَعۡبُدُونَ ﴿70﴾

Transliteration: Ith qala liabeehi waqawmihi ma taAAbudoona

Translation: كله چې خپل پلار او قوم ته يې وويل: (دا) څه شى لمانځئ؟

26:71

قَالُواْ نَعۡبُدُ أَصۡنَامٗا فَنَظَلُّ لَهَا عَٰكِفِينَ ﴿71﴾

Transliteration: Qaloo naAAbudu asnaman fanathallu laha AAakifeena

Translation: وېلې: بوتان لمانځو او همداسې به يې په خدمت (او درناوي) لګيا اوسو.

26:72

قَالَ هَلۡ يَسۡمَعُونَكُمۡ إِذۡ تَدۡعُونَ ﴿72﴾

Transliteration: Qala hal yasmaAAoonakum ith tadAAoona

Translation: ابراهيم وويل: آيا هغوى ستاسي (خبره) اوري كله يې چې رابولئ؟

26:73

أَوۡ يَنفَعُونَكُمۡ أَوۡ يَضُرُّونَ ﴿73﴾

Transliteration: Aw yanfaAAoonakum aw yadurroona

Translation: يا څه ګټه يا زيان در رسوي؟

26:74

قَالُواْ بَلۡ وَجَدۡنَآ ءَابَآءَنَا كَذَٰلِكَ يَفۡعَلُونَ ﴿74﴾

Transliteration: Qaloo bal wajadna abaana kathalika yafAAaloona

Translation: هغوى وويل: نه، خو خپل پلرونه مو موندلي دي چې همداسې به يې كول.

26:75

قَالَ أَفَرَءَيۡتُم مَّا كُنتُمۡ تَعۡبُدُونَ ﴿75﴾

Transliteration: Qala afaraaytum ma kuntum taAAbudoona

Translation: هغه وويل:نو آيا خبر یاست تاسو په حال د هغه چا چې تاسو یې بندګي کوله.

26:76

أَنتُمۡ وَءَابَآؤُكُمُ ٱلۡأَقۡدَمُونَ ﴿76﴾

Transliteration: Antum waabaokumu alaqdamoona

Translation: تاسو او ستاسي پخوانيو پلرونو.

26:77

فَإِنَّهُمۡ عَدُوّٞ لِّيٓ إِلَّا رَبَّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ﴿77﴾

Transliteration: Fainnahum AAaduwwun lee illa rabba alAAalameena

Translation: نو هغوى خو ټول زما دښمنان دي، پرته د مخلوقاتو له پالونکي څخه.

26:78

ٱلَّذِي خَلَقَنِي فَهُوَ يَهۡدِينِ ﴿78﴾

Transliteration: Allathee khalaqanee fahuwa yahdeeni

Translation: هماغه چې زه يې پيدا كړى يم او لارښوونه راته كوي.

26:79

وَٱلَّذِي هُوَ يُطۡعِمُنِي وَيَسۡقِينِ ﴿79﴾

Transliteration: Waallathee huwa yutAAimunee wayasqeeni

Translation: هغه ذات چې ماته خوراك او څښاك راكوي.

26:80

وَإِذَا مَرِضۡتُ فَهُوَ يَشۡفِينِ ﴿80﴾

Transliteration: Waitha maridtu fahuwa yashfeeni

Translation: او چې ناروغ شم، خو هماغه مې روغوي.

26:81

وَٱلَّذِي يُمِيتُنِي ثُمَّ يُحۡيِينِ ﴿81﴾

Transliteration: Waallathee yumeetunee thumma yuhyeeni

Translation: او همغه چې مړ كوي مې او بيا مې راژوندى كوي.

26:82

وَٱلَّذِيٓ أَطۡمَعُ أَن يَغۡفِرَ لِي خَطِيٓـَٔتِي يَوۡمَ ٱلدِّينِ ﴿82﴾

Transliteration: Waallathee atmaAAu an yaghfira lee khateeatee yawma alddeeni

Translation: او هغه چې زه ترې هيله لرم چې د جزا په ورځ به مې تېروتنې را وبخښي.

26:83

رَبِّ هَبۡ لِي حُكۡمٗا وَأَلۡحِقۡنِي بِٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿83﴾

Transliteration: Rabbi hab lee hukman waalhiqnee bialssaliheena

Translation: زما ربه! ماته حكم (علم او نبوت) راکړه او له صالحانو سره مې يوځاى كړې.

26:84

وَٱجۡعَل لِّي لِسَانَ صِدۡقٖ فِي ٱلۡأٓخِرِينَ ﴿84﴾

Transliteration: WaijAAal lee lisana sidqin fee alakhireena

Translation: او په وروستيو نسلونو كې د نېكنامۍ يادونه را په برخه كړې.

26:85

وَٱجۡعَلۡنِي مِن وَرَثَةِ جَنَّةِ ٱلنَّعِيمِ ﴿85﴾

Transliteration: WaijAAalnee min warathati jannati alnnaAAeemi

Translation: او د نعمتونو د جنت له وارثانو مې وګرځوې!

26:86

وَٱغۡفِرۡ لِأَبِيٓ إِنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلضَّآلِّينَ ﴿86﴾

Transliteration: Waighfir liabee innahu kana mina alddalleena

Translation: او پلار ته مې بخښنه وكړې، هغه له بې لارو څخه دى.

26:87

وَلَا تُخۡزِنِي يَوۡمَ يُبۡعَثُونَ ﴿87﴾

Transliteration: Wala tukhzinee yawma yubAAathoona

Translation: او په هغه ورځ مې مه شرموې چې خلك راپاڅول كيږي.

26:88

يَوۡمَ لَا يَنفَعُ مَالٞ وَلَا بَنُونَ ﴿88﴾

Transliteration: Yawma la yanfaAAu malun wala banoona

Translation: همغه ورځ چې نه مال ګټه رسوي او نه زامن.

26:89

إِلَّا مَنۡ أَتَى ٱللَّهَ بِقَلۡبٖ سَلِيمٖ ﴿89﴾

Transliteration: Illa man ata Allaha biqalbin saleemin

Translation: پرته له دې چې څوك په روغ زړه الله ته ورغلى وي.

26:90

وَأُزۡلِفَتِ ٱلۡجَنَّةُ لِلۡمُتَّقِينَ ﴿90﴾

Transliteration: Waozlifati aljannatu lilmuttaqeena

Translation: او (كله) چې متقيانو ته جنت ورنږدې كړى شي.

26:91

وَبُرِّزَتِ ٱلۡجَحِيمُ لِلۡغَاوِينَ ﴿91﴾

Transliteration: Waburrizati aljaheemu lilghaweena

Translation: او بې لارې شوو ته دوزخ ورڅرګند كړى شي.

26:92

وَقِيلَ لَهُمۡ أَيۡنَ مَا كُنتُمۡ تَعۡبُدُونَ ﴿92﴾

Transliteration: Waqeela lahum ayna ma kuntum taAAbudoona

Translation: او ورته وويل شي: هغه شيان چېرته دي چې تاسو به لمانځل.

26:93

مِن دُونِ ٱللَّهِ هَلۡ يَنصُرُونَكُمۡ أَوۡ يَنتَصِرُونَ ﴿93﴾

Transliteration: Min dooni Allahi hal yansuroonakum aw yantasiroona

Translation: له الله پرته، آيا څه مرسته مو كوي؟ يا د خپل ځان مرسته كولاى شي؟

26:94

فَكُبۡكِبُواْ فِيهَا هُمۡ وَٱلۡغَاوُۥنَ ﴿94﴾

Transliteration: Fakubkiboo feeha hum waalghawoona

Translation: نو پړمخ به پكې وغورځول شي، هغوى (معبودان يې) او بې لارې شوي كسان.

26:95

وَجُنُودُ إِبۡلِيسَ أَجۡمَعُونَ ﴿95﴾

Transliteration: Wajunoodu ibleesa ajmaAAoona

Translation: او د ابليس ټول لښكر.

26:96

قَالُواْ وَهُمۡ فِيهَا يَخۡتَصِمُونَ ﴿96﴾

Transliteration: Qaloo wahum feeha yakhtasimoona

Translation: هلته به خپلو كې شخړه كوي او وايي به.

26:97

تَٱللَّهِ إِن كُنَّا لَفِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٍ ﴿97﴾

Transliteration: TaAllahi in kunna lafee dalalin mubeenin

Translation: په الله قسم موږ خو يقيناً په ښكاره بې لارېتوب كې وو.

26:98

إِذۡ نُسَوِّيكُم بِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ﴿98﴾

Transliteration: Ith nusawweekum birabbi alAAalameena

Translation: چې تاسو (باطل معبودان) مو له رب العالمين سره برابرولئ.

26:99

وَمَآ أَضَلَّنَآ إِلَّا ٱلۡمُجۡرِمُونَ ﴿99﴾

Transliteration: Wama adallana illa almujrimoona

Translation: او موږ پرته له همغو مجرمانو (مشرانو) بل چا نه يو بې لارې كړي.

26:100

فَمَا لَنَا مِن شَٰفِعِينَ ﴿100﴾

Transliteration: Fama lana min shafiAAeena

Translation: نو (اوس) زموږ هيڅوك سپارښتونكى نشته.

26:101

وَلَا صَدِيقٍ حَمِيمٖ ﴿101﴾

Transliteration: Wala sadeeqin hameemin

Translation: او نه څوك مخلص ملګرى.

26:102

فَلَوۡ أَنَّ لَنَا كَرَّةٗ فَنَكُونَ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ﴿102﴾

Transliteration: Falaw anna lana karratan fanakoona mina almumineena

Translation: خو كاشكې كه موږ ته يو ځل (بيا وخت) واى نو موږ به مومنان وو.

26:103

إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ ﴿103﴾

Transliteration: Inna fee thalika laayatan wama kana aktharuhum mumineena

Translation: په دې كې خو په رېښتيآ (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.

26:104

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿104﴾

Transliteration: Wainna rabbaka lahuwa alAAazeezu alrraheemu

Translation: او بې شكه همغه ستا رب ښه زورور مهربان دی.

26:105

كَذَّبَتۡ قَوۡمُ نُوحٍ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ﴿105﴾

Transliteration: Kaththabat qawmu noohin almursaleena

Translation: د نوح قوم (هم) رسولان درواغجن وګڼل.

26:106

إِذۡ قَالَ لَهُمۡ أَخُوهُمۡ نُوحٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿106﴾

Transliteration: Ith qala lahum akhoohum noohun ala tattaqoona

Translation: کله چې وویل دوی ته ورور د دوی نوح، آیا ځان نه بچ کوئ (له عذاب څخه).

26:107

إِنِّي لَكُمۡ رَسُولٌ أَمِينٞ ﴿107﴾

Transliteration: Innee lakum rasoolun ameenun

Translation: زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.

26:108

فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿108﴾

Transliteration: Faittaqoo Allaha waateeAAooni

Translation: نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.

26:109

وَمَآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ مِنۡ أَجۡرٍۖ إِنۡ أَجۡرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ﴿109﴾

Transliteration: Wama asalukum AAalayhi min ajrin in ajriya illa AAala rabbi alAAalameena

Translation: او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.

26:110

فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿110﴾

Transliteration: Faittaqoo Allaha waateeAAooni

Translation: نو له الله ووېرېږئ او زما خبره ومنئ.

26:111

قَالُوٓاْ أَنُؤۡمِنُ لَكَ وَٱتَّبَعَكَ ٱلۡأَرۡذَلُونَ ﴿111﴾

Transliteration: Qaloo anuminu laka waittabaAAaka alarthaloona

Translation: هغوى وويل: آيا موږ به تا منو حال دا چې (يوازې) رذيلانو (خوارانو) ستا پيروي کړې ده.

26:112

قَالَ وَمَا عِلۡمِي بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ﴿112﴾

Transliteration: Qala wama AAilmee bima kanoo yaAAmaloona

Translation: نوح وويل: او زه څه پوهه لرم په هغه څه چې هغوى به كول.

26:113

إِنۡ حِسَابُهُمۡ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّيۖ لَوۡ تَشۡعُرُونَ ﴿113﴾

Transliteration: In hisabuhum illa AAala rabbee law tashAAuroona

Translation: د هغوى حساب زما له ربه پرته په بل چا نه دى كه تاسو پوهېږئ.

26:114

وَمَآ أَنَا۠ بِطَارِدِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ﴿114﴾

Transliteration: Wama ana bitaridi almumineena

Translation: او زه د دې مومنانو شړونكى هم نه يم.

26:115

إِنۡ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٞ مُّبِينٞ ﴿115﴾

Transliteration: In ana illa natheerun mubeenun

Translation: زه له يو څرګند وېروونكي پرته بل څه نه يم.

26:116

قَالُواْ لَئِن لَّمۡ تَنتَهِ يَٰنُوحُ لَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡمَرۡجُومِينَ ﴿116﴾

Transliteration: Qaloo lain lam tantahi ya noohu latakoonanna mina almarjoomeena

Translation: هغوى وويل: ای نوحه! كه ته له دې (خبرو) منع نه شوې نو خامخا به له ويشتل شويو څخه شې.

26:117

قَالَ رَبِّ إِنَّ قَوۡمِي كَذَّبُونِ ﴿117﴾

Transliteration: Qala rabbi inna qawmee kaththabooni

Translation: هغه ته يې قوم وويل: که چېرې له هغه څه څخه لاس په سر نه شې چې موږ وربولې؛ نو هرومرو به له ښکنځل شويو او په ډبرو له وژل شويو څخه شې.

26:118

فَٱفۡتَحۡ بَيۡنِي وَبَيۡنَهُمۡ فَتۡحٗا وَنَجِّنِي وَمَن مَّعِيَ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ﴿118﴾

Transliteration: Faiftah baynee wabaynahum fathan wanajjinee waman maAAiya mina almumineena

Translation: نو ته زما او د دوى په مینځ كې فیصله وكړه واضحه فیصله او ته ما ته نجات راكړه او هغه چا ته چې له ما سره كوم مومنان دي.

26:119

فَأَنجَيۡنَٰهُ وَمَن مَّعَهُۥ فِي ٱلۡفُلۡكِ ٱلۡمَشۡحُونِ ﴿119﴾

Transliteration: Faanjaynahu waman maAAahu fee alfulki almashhooni

Translation: نو موږ هغه او څوك چې ورسره وو په يوه ډكه بېړۍ كې وژغورل.

26:120

ثُمَّ أَغۡرَقۡنَا بَعۡدُ ٱلۡبَاقِينَ ﴿120﴾

Transliteration: Thumma aghraqna baAAdu albaqeena

Translation: بيا وروسته مو هغه پاتې كسان غرق كړل.

26:121

إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ ﴿121﴾

Transliteration: Inna fee thalika laayatan wama kana aktharuhum mumineena

Translation: په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.

26:122

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿122﴾

Transliteration: Wainna rabbaka lahuwa alAAazeezu alrraheemu

Translation: او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.

26:123

كَذَّبَتۡ عَادٌ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ﴿123﴾

Transliteration: Kaththabat AAadun almursaleena

Translation: عاديانو رسولان درواغجن وګڼل.

26:124

إِذۡ قَالَ لَهُمۡ أَخُوهُمۡ هُودٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿124﴾

Transliteration: Ith qala lahum akhoohum hoodun ala tattaqoona

Translation: کله چې وویل دوی ته ورور د دوی هود، آیا ځان نه بچ کوئ (له عذاب څخه).

26:125

إِنِّي لَكُمۡ رَسُولٌ أَمِينٞ ﴿125﴾

Transliteration: Innee lakum rasoolun ameenun

Translation: زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.

26:126

فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿126﴾

Transliteration: Faittaqoo Allaha waateeAAooni

Translation: نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.

26:127

وَمَآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ مِنۡ أَجۡرٍۖ إِنۡ أَجۡرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ﴿127﴾

Transliteration: Wama asalukum AAalayhi min ajrin in ajriya illa AAala rabbi alAAalameena

Translation: او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.

26:128

أَتَبۡنُونَ بِكُلِّ رِيعٍ ءَايَةٗ تَعۡبَثُونَ ﴿128﴾

Transliteration: Atabnoona bikulli reeAAin ayatan taAAbathoona

Translation: آيا تاسي په هره لوړه يوه نښه جوړوئ (او) چټيات كوئ.

26:129

وَتَتَّخِذُونَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمۡ تَخۡلُدُونَ ﴿129﴾

Transliteration: Watattakhithoona masaniAAa laAAallakum takhludoona

Translation: او (داسې) پخې كلاګانې جوړوئ لكه چې تل به ياست.

26:130

وَإِذَا بَطَشۡتُم بَطَشۡتُمۡ جَبَّارِينَ ﴿130﴾

Transliteration: Waitha batashtum batashtum jabbareena

Translation: او چاته چې لاس اچوئ نو په سختۍ (او ظلم) سره يې اچوئ.

26:131

فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿131﴾

Transliteration: Faittaqoo Allaha waateeAAooni

Translation: نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.

26:132

وَٱتَّقُواْ ٱلَّذِيٓ أَمَدَّكُم بِمَا تَعۡلَمُونَ ﴿132﴾

Transliteration: Waittaqoo allathee amaddakum bima taAAlamoona

Translation: او له هغه ذاته ووېرېږئ چې په هغه څه يې ستاسو مرسته كړې، كوم چې درته معلوم دي.

26:133

أَمَدَّكُم بِأَنۡعَٰمٖ وَبَنِينَ ﴿133﴾

Transliteration: Amaddakum bianAAamin wabaneena

Translation: په څارويو او زامنو يې ستاسو مرسته كړې.

26:134

وَجَنَّـٰتٖ وَعُيُونٍ ﴿134﴾

Transliteration: Wajannatin waAAuyoonin

Translation: او په باغونو او چينو سره.

26:135

إِنِّيٓ أَخَافُ عَلَيۡكُمۡ عَذَابَ يَوۡمٍ عَظِيمٖ ﴿135﴾

Transliteration: Innee akhafu AAalaykum AAathaba yawmin AAatheemin

Translation: زه په رېښتيا پر تاسو د سترې ورځې له عذابه وېرېږم.

26:136

قَالُواْ سَوَآءٌ عَلَيۡنَآ أَوَعَظۡتَ أَمۡ لَمۡ تَكُن مِّنَ ٱلۡوَٰعِظِينَ ﴿136﴾

Transliteration: Qaloo sawaon AAalayna awaAAathta am lam takun mina alwaAAitheena

Translation: هغوى وويل: موږ ته برابره ده كه نصيحت كوې، يا (هيڅ) نصيحت كوونكى نه اوسې.

26:137

إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا خُلُقُ ٱلۡأَوَّلِينَ ﴿137﴾

Transliteration: In hatha illa khuluqu alawwaleena

Translation: دا خو همغه د پخوانيو له عادته پرته بل څه نه دي.

26:138

وَمَا نَحۡنُ بِمُعَذَّبِينَ ﴿138﴾

Transliteration: Wama nahnu bimuAAaththabeena

Translation: او موږ (هېڅكله) عذابېدونكي نه يو.

26:139

فَكَذَّبُوهُ فَأَهۡلَكۡنَٰهُمۡۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ ﴿139﴾

Transliteration: Fakaththaboohu faahlaknahum inna fee thalika laayatan wama kana aktharuhum mumineena

Translation: نو چې درواغجن يې وبللو، هلاك مو كړل، يقيناً په دې كې يوه (ستره) نښانه ده، او زياتره يې ايمان راوړونكي نه وو.

26:140

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿140﴾

Transliteration: Wainna rabbaka lahuwa alAAazeezu alrraheemu

Translation: او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.

26:141

كَذَّبَتۡ ثَمُودُ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ﴿141﴾

Transliteration: Kaththabat thamoodu almursaleena

Translation: ثموديانو رسولان درواغجن وګڼل.

26:142

إِذۡ قَالَ لَهُمۡ أَخُوهُمۡ صَٰلِحٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿142﴾

Transliteration: Ith qala lahum akhoohum salihun ala tattaqoona

Translation: كله چې ورور يې صالح ورته وويل: آيا نه ډارېريږئ؟

26:143

إِنِّي لَكُمۡ رَسُولٌ أَمِينٞ ﴿143﴾

Transliteration: Innee lakum rasoolun ameenun

Translation: زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.

26:144

فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿144﴾

Transliteration: Faittaqoo Allaha waateeAAooni

Translation: نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.

26:145

وَمَآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ مِنۡ أَجۡرٍۖ إِنۡ أَجۡرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ﴿145﴾

Transliteration: Wama asalukum AAalayhi min ajrin in ajriya illa AAala rabbi alAAalameena

Translation: او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.

26:146

أَتُتۡرَكُونَ فِي مَا هَٰهُنَآ ءَامِنِينَ ﴿146﴾

Transliteration: Atutrakoona fee ma hahuna amineena

Translation: آيا تاسو به په هغو شيانو (او نعمتونو) كې چې دلته دي، بې غمه پرېښودل شئ؟

26:147

فِي جَنَّـٰتٖ وَعُيُونٖ ﴿147﴾

Transliteration: Fee jannatin waAAuyoonin

Translation: په (همدې) باغونو او چينو كې.

26:148

وَزُرُوعٖ وَنَخۡلٖ طَلۡعُهَا هَضِيمٞ ﴿148﴾

Transliteration: WazurooAAin wanakhlin talAAuha hadeemun

Translation: او كښتونو او داسې كجورو كې چې وږي يې پاسته او تازه (يا ډك) وي.

26:149

وَتَنۡحِتُونَ مِنَ ٱلۡجِبَالِ بُيُوتٗا فَٰرِهِينَ ﴿149﴾

Transliteration: Watanhitoona mina aljibali buyootan fariheena

Translation: او غرونه توږئ، مهارت سره كورونه (پكې) جوړوئ.

26:150

فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿150﴾

Transliteration: Faittaqoo Allaha waateeAAooni

Translation: نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.

26:151

وَلَا تُطِيعُوٓاْ أَمۡرَ ٱلۡمُسۡرِفِينَ ﴿151﴾

Transliteration: Wala tuteeAAoo amra almusrifeena

Translation: او له برېده اوښتونكو خلكو امر مه منئ.

26:152

ٱلَّذِينَ يُفۡسِدُونَ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَلَا يُصۡلِحُونَ ﴿152﴾

Transliteration: Allatheena yufsidoona fee alardi wala yuslihoona

Translation: هغوى چې په ځمكه كې (ايله) فساد خپروي او څه سمون نه راولي.

26:153

قَالُوٓاْ إِنَّمَآ أَنتَ مِنَ ٱلۡمُسَحَّرِينَ ﴿153﴾

Transliteration: Qaloo innama anta mina almusahhareena

Translation: هغوى ويل: خبره دا ده چې ته يو كوډو وهلى (جادو کړی شوی) انسان يې.

26:154

مَآ أَنتَ إِلَّا بَشَرٞ مِّثۡلُنَا فَأۡتِ بِـَٔايَةٍ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ ﴿154﴾

Transliteration: Ma anta illa basharun mithluna fati biayatin in kunta mina alssadiqeena

Translation: ته (هم) زموږ په شان له يو بشر پرته بل څه نه يې، نو كه رښتينى يې څه نښانه خو راوړه!

26:155

قَالَ هَٰذِهِۦ نَاقَةٞ لَّهَا شِرۡبٞ وَلَكُمۡ شِرۡبُ يَوۡمٖ مَّعۡلُومٖ ﴿155﴾

Transliteration: Qala hathihi naqatun laha shirbun walakum shirbu yawmin maAAloomin

Translation: صالح وويل: دا ده اوښه، هغې لره د اوبو څښلو نوبت او ستاسو د څښاك خپله ورځ معلومه ده.

26:156

وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوٓءٖ فَيَأۡخُذَكُمۡ عَذَابُ يَوۡمٍ عَظِيمٖ ﴿156﴾

Transliteration: Wala tamassooha bisooin fayakhuthakum AAathabu yawmin AAatheemin

Translation: او هغې ته هيڅ ضرر مه رسوئ كنه د لويې ورځې عذاب به مو راګير كړي.

26:157

فَعَقَرُوهَا فَأَصۡبَحُواْ نَٰدِمِينَ ﴿157﴾

Transliteration: FaAAaqarooha faasbahoo nadimeena

Translation: خو هغه يې مړه كړه او هغوى هم بيا پښېمانه شول.

26:158

فَأَخَذَهُمُ ٱلۡعَذَابُۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ ﴿158﴾

Transliteration: Faakhathahumu alAAathabu inna fee thalika laayatan wama kana aktharuhum mumineena

Translation: نو عذاب راونيول، په رېښتيا په دې كې خامخا يوه نښانه ده او زياتره يې ايمان راوړونكي نه وو.

26:159

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿159﴾

Transliteration: Wainna rabbaka lahuwa alAAazeezu alrraheemu

Translation: او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.

26:160

كَذَّبَتۡ قَوۡمُ لُوطٍ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ﴿160﴾

Transliteration: Kaththabat qawmu lootin almursaleena

Translation: د لوط (علیه السلام) قوم رسولان درواغجن وګڼل.

26:161

إِذۡ قَالَ لَهُمۡ أَخُوهُمۡ لُوطٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿161﴾

Transliteration: Ith qala lahum akhoohum lootun ala tattaqoona

Translation: كله چې ورور يې لوط ورته وويل: آیا نه ډارېږئ.

26:162

إِنِّي لَكُمۡ رَسُولٌ أَمِينٞ ﴿162﴾

Transliteration: Innee lakum rasoolun ameenun

Translation: زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.

26:163

فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿163﴾

Transliteration: Faittaqoo Allaha waateeAAooni

Translation: نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.

26:164

وَمَآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ مِنۡ أَجۡرٍۖ إِنۡ أَجۡرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ﴿164﴾

Transliteration: Wama asalukum AAalayhi min ajrin in ajriya illa AAala rabbi alAAalameena

Translation: او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.

26:165

أَتَأۡتُونَ ٱلذُّكۡرَانَ مِنَ ٱلۡعَٰلَمِينَ ﴿165﴾

Transliteration: Atatoona alththukrana mina alAAalameena

Translation: آیا راتګ کوئ تاسي (په لواطت کولو) نارینه وو ته له خلکو.

26:166

وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمۡ رَبُّكُم مِّنۡ أَزۡوَٰجِكُمۚ بَلۡ أَنتُمۡ قَوۡمٌ عَادُونَ ﴿166﴾

Transliteration: Watatharoona ma khalaqa lakum rabbukum min azwajikum bal antum qawmun AAadoona

Translation: او هغه مېرمنې مو پرېږدئ چې خپل رب مو درته پيدا كړې دي، بلكې تاسي له پولې تېرېدونكي خلك ياست.

26:167

قَالُواْ لَئِن لَّمۡ تَنتَهِ يَٰلُوطُ لَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡمُخۡرَجِينَ ﴿167﴾

Transliteration: Qaloo lain lam tantahi ya lootu latakoonanna mina almukhrajeena

Translation: هغوى وويل: اى لوطه! كه ايسار نه شوې، خامخا به ته هم له اېستل شويو څخه يې.

26:168

قَالَ إِنِّي لِعَمَلِكُم مِّنَ ٱلۡقَالِينَ ﴿168﴾

Transliteration: Qala innee liAAamalikum mina alqaleena

Translation: هغه وويل: بې شكه زه ستاسي د دې عمل له بدګڼونكو څخه يم.

26:169

رَبِّ نَجِّنِي وَأَهۡلِي مِمَّا يَعۡمَلُونَ ﴿169﴾

Transliteration: Rabbi najjinee waahlee mimma yaAAmaloona

Translation: زما ربه! ما او كورنۍ مې له هغه څه وژغورې چې هغوى يې كوي.

26:170

فَنَجَّيۡنَٰهُ وَأَهۡلَهُۥٓ أَجۡمَعِينَ ﴿170﴾

Transliteration: Fanajjaynahu waahlahu ajmaAAeena

Translation: نو هغه او د هغه كورنۍ مو ټول وژغورل.

26:171

إِلَّا عَجُوزٗا فِي ٱلۡغَٰبِرِينَ ﴿171﴾

Transliteration: Illa AAajoozan fee alghabireena

Translation: پرته له يوې بوډى، چې پاتېدونكو كې وه.

26:172

ثُمَّ دَمَّرۡنَا ٱلۡأٓخَرِينَ ﴿172﴾

Transliteration: Thumma dammarna alakhareena

Translation: بيا مو هغه نور تباه كړل.

26:173

وَأَمۡطَرۡنَا عَلَيۡهِم مَّطَرٗاۖ فَسَآءَ مَطَرُ ٱلۡمُنذَرِينَ ﴿173﴾

Transliteration: Waamtarna AAalayhim mataran fasaa mataru almunthareena

Translation: او يو باران مو پرې واورولو، نو د هغو وېرول شويو ډېر ناكاره باران وو.

26:174

إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ ﴿174﴾

Transliteration: Inna fee thalika laayatan wama kana aktharuhum mumineena

Translation: په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.

26:175

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿175﴾

Transliteration: Wainna rabbaka lahuwa alAAazeezu alrraheemu

Translation: او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.

26:176

كَذَّبَ أَصۡحَٰبُ لۡـَٔيۡكَةِ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ﴿176﴾

Transliteration: Kaththaba ashabu alaykati almursaleena

Translation: د ګڼ ځنګل څښتنانو رسولان درواغجن وګڼل.

26:177

إِذۡ قَالَ لَهُمۡ شُعَيۡبٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿177﴾

Transliteration: Ith qala lahum shuAAaybun ala tattaqoona

Translation: كله يې چې ورور شعيب (علیه السلام) ورته وويل: آيا نه ډارېږئ؟

26:178

إِنِّي لَكُمۡ رَسُولٌ أَمِينٞ ﴿178﴾

Transliteration: Innee lakum rasoolun ameenun

Translation: زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.

26:179

فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿179﴾

Transliteration: Faittaqoo Allaha waateeAAooni

Translation: نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.

26:180

وَمَآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ مِنۡ أَجۡرٍۖ إِنۡ أَجۡرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ﴿180﴾

Transliteration: Wama asalukum AAalayhi min ajrin in ajriya illa AAala rabbi alAAalameena

Translation: او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.

26:181

أَوۡفُواْ ٱلۡكَيۡلَ وَلَا تَكُونُواْ مِنَ ٱلۡمُخۡسِرِينَ ﴿181﴾

Transliteration: Awfoo alkayla wala takoonoo mina almukhsireena

Translation: پيمانه پوره وركوئ او له كموونكو مه كېږئ.

26:182

وَزِنُواْ بِٱلۡقِسۡطَاسِ ٱلۡمُسۡتَقِيمِ ﴿182﴾

Transliteration: Wazinoo bialqistasi almustaqeemi

Translation: او په سمه تله تول كوئ.

26:183

وَلَا تَبۡخَسُواْ ٱلنَّاسَ أَشۡيَآءَهُمۡ وَلَا تَعۡثَوۡاْ فِي ٱلۡأَرۡضِ مُفۡسِدِينَ ﴿183﴾

Transliteration: Wala tabkhasoo alnnasa ashyaahum wala taAAthaw fee alardi mufsideena

Translation: او خلكو ته د هغوی شيان كم مه وركوئ، په ځمكه كې فساد مه خپروئ.

26:184

وَٱتَّقُواْ ٱلَّذِي خَلَقَكُمۡ وَٱلۡجِبِلَّةَ ٱلۡأَوَّلِينَ ﴿184﴾

Transliteration: Waittaqoo allathee khalaqakum waaljibillata alawwaleena

Translation: او له هغه ذات نه وويريږئ چې تاسي او پخواني نسلونه یې پيداكړي دي.

26:185

قَالُوٓاْ إِنَّمَآ أَنتَ مِنَ ٱلۡمُسَحَّرِينَ ﴿185﴾

Transliteration: Qaloo innama anta mina almusahhareena

Translation: هغوى ويل: خبره دا ده چې ته يو كوډو وهلى (جادو کړی شوی) انسان يې.

26:186

وَمَآ أَنتَ إِلَّا بَشَرٞ مِّثۡلُنَا وَإِن نَّظُنُّكَ لَمِنَ ٱلۡكَٰذِبِينَ ﴿186﴾

Transliteration: Wama anta illa basharun mithluna wain nathunnuka lamina alkathibeena

Translation: او زموږ په شان يو انسان پرته بل څه نه يې او بې شكه موږ په تا ګومان كوو چې له درواغجنو يې.

26:187

فَأَسۡقِطۡ عَلَيۡنَا كِسَفٗا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ ﴿187﴾

Transliteration: Faasqit AAalayna kisafan mina alssamai in kunta mina alssadiqeena

Translation: نو كه ته رښتينى يې له اسمانه يوه ټوټه پر موږ راوغورځوه.

26:188

قَالَ رَبِّيٓ أَعۡلَمُ بِمَا تَعۡمَلُونَ ﴿188﴾

Transliteration: Qala rabbee aAAlamu bima taAAmaloona

Translation: شعيب وويل: زما رب په هغو كارو ډېر ښه پوه دى چې تاسو يې كوئ.

26:189

فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمۡ عَذَابُ يَوۡمِ ٱلظُّلَّةِۚ إِنَّهُۥ كَانَ عَذَابَ يَوۡمٍ عَظِيمٍ ﴿189﴾

Transliteration: Fakaththaboohu faakhathahum AAathabu yawmi alththullati innahu kana AAathaba yawmin AAatheemin

Translation: خو بيا يې دى هم درواغجن وبللو نو د چترۍ (وریځې) والا ورځې عذاب راونيول، بې شكه هغه د يوې لويې ورځې عذاب و.

26:190

إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ ﴿190﴾

Transliteration: Inna fee thalika laayatan wama kana aktharuhum mumineena

Translation: په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.

26:191

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ﴿191﴾

Transliteration: Wainna rabbaka lahuwa alAAazeezu alrraheemu

Translation: او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.

26:192

وَإِنَّهُۥ لَتَنزِيلُ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ﴿192﴾

Transliteration: Wainnahu latanzeelu rabbi alAAalameena

Translation: او هغه خامخا د رب العالمين لخوا نازل کړل شوی دی.

26:193

نَزَلَ بِهِ ٱلرُّوحُ ٱلۡأَمِينُ ﴿193﴾

Transliteration: Nazala bihi alrroohu alameenu

Translation: چه امانتداره روح (جبريل) ورسره نازل شوى دى.

26:194

عَلَىٰ قَلۡبِكَ لِتَكُونَ مِنَ ٱلۡمُنذِرِينَ ﴿194﴾

Transliteration: AAala qalbika litakoona mina almunthireena

Translation: ستا پر زړه (نازل شو)، د دې لپاره چې ته له وېروونكو واوسې.

26:195

بِلِسَانٍ عَرَبِيّٖ مُّبِينٖ ﴿195﴾

Transliteration: Bilisanin AAarabiyyin mubeenin

Translation: په څرګنده عربى ژبه دی.

26:196

وَإِنَّهُۥ لَفِي زُبُرِ ٱلۡأَوَّلِينَ ﴿196﴾

Transliteration: Wainnahu lafee zuburi alawwaleena

Translation: او بې شکه د پخوانيو خلكو په كتابو كې هم شته.

26:197

أَوَلَمۡ يَكُن لَّهُمۡ ءَايَةً أَن يَعۡلَمَهُۥ عُلَمَـٰٓؤُاْ بَنِيٓ إِسۡرَـٰٓءِيلَ ﴿197﴾

Transliteration: Awalam yakun lahum ayatan an yaAAlamahu AAulamao banee israeela

Translation: آيا د هغوى (مكې والو) لپاره دا يوه نښانه نه ده چې د بني اسرائيلو عالمان هم ورباندې پوهيږي.

26:198

وَلَوۡ نَزَّلۡنَٰهُ عَلَىٰ بَعۡضِ ٱلۡأَعۡجَمِينَ ﴿198﴾

Transliteration: Walaw nazzalnahu AAala baAAdi alaAAjameena

Translation: او كه دا مو په چا عجميانو نازل كړى واى.

26:199

فَقَرَأَهُۥ عَلَيۡهِم مَّا كَانُواْ بِهِۦ مُؤۡمِنِينَ ﴿199﴾

Transliteration: Faqaraahu AAalayhim ma kanoo bihi mumineena

Translation: هغه پر دوى لوستى واى، بيا به يې هم نه واى منلى.

26:200

كَذَٰلِكَ سَلَكۡنَٰهُ فِي قُلُوبِ ٱلۡمُجۡرِمِينَ ﴿200﴾

Transliteration: Kathalika salaknahu fee quloobi almujrimeena

Translation: همدغه شان مو دا (انكار) د مجرمانو په زړونو كې ورننه اېستلى دى.

26:201

لَا يُؤۡمِنُونَ بِهِۦ حَتَّىٰ يَرَوُاْ ٱلۡعَذَابَ ٱلۡأَلِيمَ ﴿201﴾

Transliteration: La yuminoona bihi hatta yarawoo alAAathaba alaleema

Translation: نو تر هغو يې نه مني ترڅو دردناك عذاب ونه ويني.

26:202

فَيَأۡتِيَهُم بَغۡتَةٗ وَهُمۡ لَا يَشۡعُرُونَ ﴿202﴾

Transliteration: Fayatiyahum baghtatan wahum la yashAAuroona

Translation: بيا كله چې يو ناڅاپه ورته راشي او هغوى خبر هم نه وي.

26:203

فَيَقُولُواْ هَلۡ نَحۡنُ مُنظَرُونَ ﴿203﴾

Transliteration: Fayaqooloo hal nahnu muntharoona

Translation: نو وايي به آيا موږ ته به مهلت راكول كيږي؟

26:204

أَفَبِعَذَابِنَا يَسۡتَعۡجِلُونَ ﴿204﴾

Transliteration: AfabiAAathabina yastaAAjiloona

Translation: نو آیا هغوى زموږ د عذاب لپاره بيړه كوي.

26:205

أَفَرَءَيۡتَ إِن مَّتَّعۡنَٰهُمۡ سِنِينَ ﴿205﴾

Transliteration: Afaraayta in mattaAAnahum sineena

Translation: آيا نو ته وينې چې كه تر كلونو هغوى ته د ژوند د مزو مهلت وركړو.

26:206

ثُمَّ جَآءَهُم مَّا كَانُواْ يُوعَدُونَ ﴿206﴾

Transliteration: Thumma jaahum ma kanoo yooAAadoona

Translation: بيا هغه (عذاب) ورته راشي چې ژمنه يې ورسره كېدله.

26:207

مَآ أَغۡنَىٰ عَنۡهُم مَّا كَانُواْ يُمَتَّعُونَ ﴿207﴾

Transliteration: Ma aghna AAanhum ma kanoo yumattaAAoona

Translation: نو بيا به هم د دوی هغه د ګټې توکي له هغوى څه ايسار نه كړي.

26:208

وَمَآ أَهۡلَكۡنَا مِن قَرۡيَةٍ إِلَّا لَهَا مُنذِرُونَ ﴿208﴾

Transliteration: Wama ahlakna min qaryatin illa laha munthiroona

Translation: او موږ هېڅ كلى هسې نه دى تباه كړى چې هغوى ته وېروونكي نه وي.

26:209

ذِكۡرَىٰ وَمَا كُنَّا ظَٰلِمِينَ ﴿209﴾

Transliteration: Thikra wama kunna thalimeena

Translation: د نصيحت كولو لپاره او موږ خو څه ظالمان نه يو.

26:210

وَمَا تَنَزَّلَتۡ بِهِ ٱلشَّيَٰطِينُ ﴿210﴾

Transliteration: Wama tanazzalat bihi alshshayateenu

Translation: او دا (قرآن) خو شيطانانو نه دى راوړى.

26:211

وَمَا يَنۢبَغِي لَهُمۡ وَمَا يَسۡتَطِيعُونَ ﴿211﴾

Transliteration: Wama yanbaghee lahum wama yastateeAAoona

Translation: او نه له هغوى سره وړ دى او نه كولاى شي.

26:212

إِنَّهُمۡ عَنِ ٱلسَّمۡعِ لَمَعۡزُولُونَ ﴿212﴾

Transliteration: Innahum AAani alssamAAi lamaAAzooloona

Translation: هغوى خو په رېښتيا له دې اورېدلو هم ګوښه كړى شوي دي.

26:213

فَلَا تَدۡعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ فَتَكُونَ مِنَ ٱلۡمُعَذَّبِينَ ﴿213﴾

Transliteration: Fala tadAAu maAAa Allahi ilahan akhara fatakoona mina almuAAaththabeena

Translation: نو الله سره بل معبود مه رابوله كنه بيا به ته هم له عذاب ورکړل شويو څخه شې.

26:214

وَأَنذِرۡ عَشِيرَتَكَ ٱلۡأَقۡرَبِينَ ﴿214﴾

Transliteration: Waanthir AAasheerataka alaqrabeena

Translation: او خپل نږدې خپلوان دې ووېروه.

26:215

وَٱخۡفِضۡ جَنَاحَكَ لِمَنِ ٱتَّبَعَكَ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ﴿215﴾

Transliteration: Waikhfid janahaka limani ittabaAAaka mina almumineena

Translation: او هغوى مومنانو ته چې ستا متابعت يې كړى، خپل وزر ښكته كړه.

26:216

فَإِنۡ عَصَوۡكَ فَقُلۡ إِنِّي بَرِيٓءٞ مِّمَّا تَعۡمَلُونَ ﴿216﴾

Transliteration: Fain AAasawka faqul innee bareeon mimma taAAmaloona

Translation: نو كه له تا يې سرغړونه وكړه، ورته وايه چې زه له هغو كارو بېزار يم چې تاسو يې كوئ.

26:217

وَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱلۡعَزِيزِ ٱلرَّحِيمِ ﴿217﴾

Transliteration: Watawakkal AAala alAAazeezi alrraheemi

Translation: او پر ډېر مهربان برلاسي (الله) بروسه وكړه.

26:218

ٱلَّذِي يَرَىٰكَ حِينَ تَقُومُ ﴿218﴾

Transliteration: Allathee yaraka heena taqoomu

Translation: هغه ذات چې تا وينې كله چې پاڅېږې.

26:219

وَتَقَلُّبَكَ فِي ٱلسَّـٰجِدِينَ ﴿219﴾

Transliteration: Wataqallubaka fee alssajideena

Translation: او په سجده كوونكو كې ستا پرېوتل پاڅېدل (ويني).

26:220

إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ ﴿220﴾

Transliteration: Innahu huwa alssameeAAu alAAaleemu

Translation: بېشكه همغه ښه پوه اورېدونكى دى.

26:221

هَلۡ أُنَبِّئُكُمۡ عَلَىٰ مَن تَنَزَّلُ ٱلشَّيَٰطِينُ ﴿221﴾

Transliteration: Hal onabbiokum AAala man tanazzalu alshshayateenu

Translation: آيا خبر مو كړم چې شيطانان پر چا نازليږي؟

26:222

تَنَزَّلُ عَلَىٰ كُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٖ ﴿222﴾

Transliteration: Tanazzalu AAala kulli affakin atheemin

Translation: هغوى په هر درواغ جوړوونكي ګناهګار نازليږي.

26:223

يُلۡقُونَ ٱلسَّمۡعَ وَأَكۡثَرُهُمۡ كَٰذِبُونَ ﴿223﴾

Transliteration: Yulqoona alssamAAa waaktharuhum kathiboona

Translation: اورېدل شوې خبرې (د ځينو) په غوږو كې ور اچوې او زياتره يې درواغجن دي.

26:224

وَٱلشُّعَرَآءُ يَتَّبِعُهُمُ ٱلۡغَاوُۥنَ ﴿224﴾

Transliteration: WaalshshuAAarao yattabiAAuhumu alghawoona

Translation: او په شاعرانو پسې خو (يوازې) بې لارې خلك ځي.

26:225

أَلَمۡ تَرَ أَنَّهُمۡ فِي كُلِّ وَادٖ يَهِيمُونَ ﴿225﴾

Transliteration: Alam tara annahum fee kulli wadin yaheemoona

Translation: آيا ته وينې چې دوى په هر ناو كې لالهانده وي.

26:226

وَأَنَّهُمۡ يَقُولُونَ مَا لَا يَفۡعَلُونَ ﴿226﴾

Transliteration: Waannahum yaqooloona ma la yafAAaloona

Translation: او هغه څه وايي چې نه يې كوي.

26:227

إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّـٰلِحَٰتِ وَذَكَرُواْ ٱللَّهَ كَثِيرٗا وَٱنتَصَرُواْ مِنۢ بَعۡدِ مَا ظُلِمُواْۗ وَسَيَعۡلَمُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓاْ أَيَّ مُنقَلَبٖ يَنقَلِبُونَ ﴿227﴾

Transliteration: Illa allatheena amanoo waAAamiloo alssalihati wathakaroo Allaha katheeran waintasaroo min baAAdi ma thulimoo wasayaAAlamu allatheena thalamoo ayya munqalabin yanqaliboona

Translation: له هغو كسانو پرته چې ايمان يې راوړى، سم كارونه يې كړي، الله يې ډېر ياد كړى او (يوازې) له هغه وروسته يې غچ اخيستى چې ظلم پرې شوى، او چا چې ظلمونه كړي زر به وپوهېږي چې كوم ځاى ته بېرته ورګرځي.

Transliteration source: English Transliteration by Tanzil. Used under Tanzil's non-commercial terms; see the source and latest updates at Tanzil. Tanzil translation download