quranm◉

پاڼه 602

Range
from 106:1 to 108:3
Surahs covered
ژباړه
14 ژباړه

◉

106:1

لِإِيلَٰفِ قُرَيۡشٍ ﴿1﴾

د قريشو د الفت له امله.

106:2

إِۦلَٰفِهِمۡ رِحۡلَةَ ٱلشِّتَآءِ وَٱلصَّيۡفِ ﴿2﴾

د دوی مینه د ژمي او اوړي د چکر سره.

106:3

فَلۡيَعۡبُدُواْ رَبَّ هَٰذَا ٱلۡبَيۡتِ ﴿3﴾

نو په کار ده چې د دغه کور د رب عبادت وکړي.

106:4

ٱلَّذِيٓ أَطۡعَمَهُم مِّن جُوعٖ وَءَامَنَهُم مِّنۡ خَوۡفِۭ ﴿4﴾

هغه چې په لوږه کې يې خواړه ورکړل او له وېرې يې په امن کړل.

107:1

أَرَءَيۡتَ ٱلَّذِي يُكَذِّبُ بِٱلدِّينِ ﴿1﴾

آيا هغه دې وليدی چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي.

107:2

فَذَٰلِكَ ٱلَّذِي يَدُعُّ ٱلۡيَتِيمَ ﴿2﴾

دا همغه دی چې يتيم شړي(ټېلې ورکوي).

107:3

وَلَا يَحُضُّ عَلَىٰ طَعَامِ ٱلۡمِسۡكِينِ ﴿3﴾

او بې وزله ته په خوراک ورکولو هڅونه نه کوي.

107:4

فَوَيۡلٞ لِّلۡمُصَلِّينَ ﴿4﴾

نو د داسې لمونځ کوونکو لپاره تباهي ده.

107:5

ٱلَّذِينَ هُمۡ عَن صَلَاتِهِمۡ سَاهُونَ ﴿5﴾

هغه کسان چې هغوی خپلو لمونځونو څخه ناخبره دي.

107:6

ٱلَّذِينَ هُمۡ يُرَآءُونَ ﴿6﴾

هغه كسان چې ځان ښودنه (ریاكاري) كوى.

107:7

وَيَمۡنَعُونَ ٱلۡمَاعُونَ ﴿7﴾

او د اړتيا توکي له خلکو منع کوي.

108:1

إِنَّآ أَعۡطَيۡنَٰكَ ٱلۡكَوۡثَرَ ﴿1﴾

بېشکه موږ تاته ډېر خير درکړی.

108:2

فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَٱنۡحَرۡ ﴿2﴾

نو د خپل (هماغه) پالونکي لپاره لمونځ او قرباني وکړه.

108:3

إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ ٱلۡأَبۡتَرُ ﴿3﴾

بېشکه ستا دښمن بې څټې دی.